سیمه ییز خبرونه

د رسنيو قانون د مشرانو جرګې له خوا تائيد شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د رسنیو قانون كې مشرانو جرګې يو لړتعديلات هم راوستل. د قانون په ۴۴ ماده كې ويل شوي، چې د رسنيو د كميسيون تر څنګ د رسنيو د سرغړونو كميسيون هم جوړېږي، چې رئيس به يي له ټاكنو وروسته ټاكل كېږي. مخكې له دې ولسي جرګې د رايو په غوڅ اكثريت سره پرېكړه كړې وه، چې د دې كميسيون رئيس بايد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وي.

د رسنيو قانون، چې په ۵۴ مادو كې څلور كاله مخكې تصويب شوى و، په دې وروستيو كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په كې يو لړ تعديلات راغلل.

وزارت د دې قانون په ۴۳، ۴۲ او ۴۴ مادو كې تعديلات راوستل او د تصويب په موخه ملي شورا ته واستول شو.

دا طرحه د مشرانو جرګې د ديني او فرهنګي چارو په كميسيون كې تر څېړنې وروسته د سې شنبې په ورځ ( د لړم ۱۴ ) عمومي غونډې ته وړاندې شوه.

د رسنيو د سرغړونو د كميسيون جوړېدل، او د كميسيون د رئيس ټاكل، د رسنيو د كميسيون د ځينو واكونو لېږدول دې كميسيون ته او د غړو د معاشونو وركړه يي د حق الزحمې په ډول هغه تعديلات و، چې د رسنيو په قانون كې راغلي دي.

د مشرانو جرګې غړي داوود اساس او بلقیس روشن د دې كميسيون د رئيس په توګه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ټاكل، چې ولسي جرګې تصويب كړې وه، نيوكې وكړې او ويي ويل، دا مسئله به ډېرې ستونزې را منځته كړي.

مشرانو جرګه وايي، د رسنيو د سرغړونو د رسيدګي كميسيون، چې د بشر د حقونو، مدني ټولنې، او د خبريالانو د ټولنې له استازو جوړېږي، د رسنيو د عالي شورا په تائيد سره ټاكل كېږي.

د رسنيو د فعالينو په وېنا،  د رسنيو په قانون كې د تعديل شويو مادو تصويب به  د رسنيو پرو ړاندې پرېكړو كې د حكومت رول څرګند او اغېز ناك كړي.

Trending

Exit mobile version