تازه خبرونه
د رسنیو نوی قانون د توشیح لپاره مشرتابه ته وړاندې شوی
د اسلامي امارت ویاند آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د رسنیو نوی قانون ترتیب شوی او د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوی دی.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې په دغه قانون کې د رسنیو ټول اصول مراعات شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کوي، چې دغه قانون به په راتلونکیو څو ورځو کې له تصویب وروسته د ټولو رسنیو مسوولینو ته وړاندې شي او د دغه قانون له مخې به د افغانستان د کورنیو قوانینو د رعایت پر شرط ټولې بهرنۍ رسنۍ په افغانستان کې د فعالیت اجازه ولري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: د رسنیو قانون امیرالمؤمنین حضور ته رسېدلی او د تصویب په حال کې دی. ان شاالله ښه قانون به وي؛ له توسیح او تصویب وروسته به عملي شي او د رسنیو ټول اصول په کې مراعات شوي دي.
یو شمېر بنسټونه، چې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي وايي، د رسنیو قانون باید ژر تر ژره تصویب شي؛ ځکه د دوی د څرګندونوله مخې د قانون په نه موجودیت کې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو حل له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان د ازادو خبريالانو فدراسيون غړى حجت الله مجددي وايي: که څه هم ويل کېږي، چې په دې قانون کې ډېر کم تعديلات راغلي؛ خو په هر صورت د قانون له نهشتون څخه ډېر ښه دى. مونږ تمه لرو، چې دا قانون له ژمنې سره سم پلی شي او افغان رسنۍ وکولی شي د قانون په چوکاټ کې خپلې خپرونې روانې وساتي.
یو شمېر بنسټونو، چې د رسنیو ملاتړ کوي؛ د رسنیو د قانون موجودیت یوه اړتیا ګڼي؛ ځکه د دوی د څرګندنو له مخې؛ د قانون په نهشتون کې حکومت ته ستونزمنه ده، چې د رسنیو او خبریالانو ستونزې اوارې کړي.
یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هیله څرګندوي، چې دغه قانون به د رسنیو کار قانوني کړي او د اسلامي امارت له اصولو سره سم به یې ساتنه وکړي.
خبریال نصیراحمد صالحي وايي: په افغانستان کې له دوه کلونو راپدیخوا مونږ خبریالان له کوم قانون پرته فعالیت کوو، چې له بده مرغه زمونږ کار یې ډېر ستونزمن کړی دی. مونږ له اسلامي امارته غواړو، چې د عامه رسنیو قانون ژر تر ژره تصویب کړي، چې رسنۍ او خبریالان د خپلو فعالیتونو په چوکاټ پوه او د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي.
خبریاله سودابه نژند وايي: باید داسې قانون رامنځته شي، چې د خبریالانو له حقونو ساتنه وکړي او خبریالان مو په ولایتونو، کابل او ښارونو کې ناحقه مجازات نهشي.
شاوخوا یو کال مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو اعلان وکړ، چې د تېر حکومت د ډله ییزو رسنیو قانون د تطبیق وړ دی؛ خو د رسنیو نوی قانون په داسې حال کې تصویبېږي، چې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو مسوولینو د اسلامي امارت پر چارواکو نیوکې کړې او وايي، چې دا قانون یو طرفه دی او د دوی وړاندیزونه په ځانګړي توګه د ښځو نظرونه په کې اوریدل شوې نهدي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

