تازه خبرونه

د رسنیو نوی قانون د توشیح لپاره مشرتابه ته وړاندې شوی

Published

on

Last Updated on: وږی ۴, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت ویاند آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د رسنیو نوی قانون ترتیب شوی او د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوی دی.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې په دغه قانون کې د رسنیو ټول اصول مراعات شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کوي، چې دغه قانون به په راتلونکیو څو ورځو کې له تصویب وروسته د ټولو رسنیو مسوولینو ته وړاندې شي او د دغه قانون له مخې به د افغانستان د کورنیو قوانینو د رعایت پر شرط ټولې بهرنۍ  رسنۍ په افغانستان کې د فعالیت اجازه ولري. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: د رسنیو قانون امیرالمؤمنین حضور ته رسېدلی او د تصویب په حال کې دی. ان شاالله ښه قانون به وي؛ له توسیح او تصویب وروسته به عملي شي او د رسنیو ټول اصول په کې مراعات شوي دي.

یو شمېر بنسټونه، چې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي وايي، د رسنیو قانون باید ژر تر ژره تصویب شي؛ ځکه د دوی د څرګندونوله مخې د قانون په نه موجودیت کې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو حل له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د ازادو خبريالانو فدراسيون غړى حجت الله مجددي وايي: که څه هم ويل کېږي، چې په دې قانون کې ډېر کم تعديلات راغلي؛ خو په هر صورت د قانون له نه‌شتون څخه ډېر ښه دى. مونږ تمه لرو، چې دا قانون له ژمنې سره سم پلی شي او افغان رسنۍ وکولی شي د قانون په چوکاټ کې خپلې خپرونې روانې وساتي.

یو شمېر بنسټونو، چې د رسنیو ملاتړ کوي؛ د رسنیو د قانون موجودیت یوه اړتیا ګڼي؛ ځکه د دوی د څرګندنو له مخې؛ د قانون په نه‌شتون کې حکومت ته ستونزمنه ده، چې د رسنیو او خبریالانو ستونزې اوارې کړي.

یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هیله څرګندوي، چې دغه قانون به د رسنیو کار قانوني کړي او د اسلامي امارت له اصولو سره سم به یې ساتنه وکړي.

خبریال نصیراحمد صالحي وايي: په افغانستان کې له دوه کلونو راپدیخوا مونږ خبریالان له کوم قانون پرته فعالیت کوو، چې له بده مرغه زمونږ کار یې ډېر ستونزمن کړی دی. مونږ له اسلامي امارته غواړو، چې د عامه رسنیو قانون ژر تر ژره تصویب کړي، چې رسنۍ او خبریالان د خپلو فعالیتونو په چوکاټ پوه او د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

خبریاله سودابه نژند وايي: باید داسې قانون رامنځته شي، چې د خبریالانو له حقونو ساتنه وکړي او خبریالان مو په ولایتونو، کابل او ښارونو کې ناحقه مجازات نه‌شي.

شاوخوا یو کال مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو اعلان وکړ، چې د تېر حکومت د ډله ییزو رسنیو قانون د تطبیق وړ دی؛ خو د رسنیو نوی قانون په داسې حال کې تصویبېږي، چې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو مسوولینو د اسلامي امارت پر چارواکو نیوکې کړې او وايي، چې دا قانون یو طرفه دی او د دوی وړاندیزونه په ځانګړي توګه د ښځو نظرونه په کې اوریدل شوې نه‌دي.

Trending

Exit mobile version