Connect with us

تازه خبرونه

د روزگان په ترینکوټ کې ځانمرگي ۴۷ تنو ته مرگ و ژوبله واړوله

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

یوه ځانمرگي برید کوونکي تېره شپه د روزگان ولایت د مرکز ترینکوټ په يوه هوتل کې لږ تر لږه لس تنه ووژل او ۳۷ نور یي ژوبل کړل.

د ده په وینا د اووه تنو ټپیانو حال نازک دی.

د امنيتي چارواكو په وينا، د بريد كوونكي موخه د پوليسو يو لوړپوړى چارواكى و، چې هدف ته له رسيدو وړاندې يې چاوديدونكي توكي په يو هوتل كې د ملكي خلكو تر منځ وچاوديدل.

د اروزگان امنیه قوماندان جنرال مطیع الله خان رسنیو ته وویل، چی په ترینکوټ کې دې چاودنې یوه ودانۍ او یو هوټل زیانمن کړي.

تراوسه پوري چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې ځانمرگو او بمي بریدونو ته زور ورکړی او ظاهراً د دوی هدف دا دی، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو تر ټاکنو وړاندې خلک و ویروي، چې په ټاکنو کي گډون ونکړي.

Advertisement

تازه خبرونه

امریکا او اروپا د بُن په ناسته کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ويلي: په داسې حال کې، چې امریکا او اروپا په افغانستان کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله؛ خو ایران وتوانېد، چې مخه یې ونیسي.

د ایران بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د حقوقي فکرونو له مرکز سره په مرکه کې د افغانستان د سیاسي نظام په اړه د خبرو پر مهال ویلي؛ امریکا په بُن غونډه کې د افغانستان لپاره د ښو طالبانو د ښه حکومت د جوړولو پلان جوړ کړی و او اروپا بیا د پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله.

دغه ایرانی چارواکي څرګنده کړې؛ هغه وخت ایران وتوانید، چې د دغو پلانونو مخه ونیسي.

جواد ظریف زیاته کړې؛ هېواد یې د بُن په غونډه کې خپلو موخو ته ورسېد او د نوي افغان حکومت په جوړولو کې یې خورا مهم رول ولوباوه.

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد جواد ظریف وايي: ایران د بُن په غونډه کې خپلې موخې تر لاسه کړې او د افغانانو د ګټو پر بنسټ یې د نوي افغان حکومت په جوړولو او د تهران د امنیتي ملحوظاتو په نظر کې نیولو سره خورا مهم رول ولوباوه.

نوموړي له ترهګرو ډلو سره د ایران د مبارزې په اړه په دغه مرکه کې ویلي؛ په ګاونډ هېوادونو کې د ترهګرو ډلو منل د ښه ګاونډیتوب له اصولو څخه سرغړونه ده.

ظریف زیاته کړې، چې ایران د بُن په غونډه کې له امریکا سره د افغانستان او عراق په هکله هم مخامخ او ډیپلوماټیکه همغږي لرله.

د بن کنفرانس د ۲۰۰۱ کال پر ډسمبر د جرمني په بن ښار کې د افغانستان لپاره د نوي حکومت د جوړولو او د اسلامي امارت د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د ګډوډۍ د مخنیوي پر موخه جوړ شو. دغه کنفرانس له نهه ورځو خبرو وروسته د ډسمبر پر دیارلسمه په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت بنسټ کېښود.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې به سبا د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي

Published

on

(Last Updated On: )

له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې څرګنده کړې، چې سبا (دوشنبه د غبرګولي څوارلسمه ) به په ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي.

یادې ادارې نن ( يکشنبه د غبرګولي دیارلسمه) اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د پوليو واکسين کمپاين دغه پړاو به څو ورځې روان وي.

له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي وه، چې سږ کال یې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د يادونې ده، چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پوليو ناروغي په کې ختمه شوې نده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د زمردو کان کېندونکیو ته له ۵۶۰ ډېر جوازونه وېشل شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته په دې ولایت کې د کانونو غیر قانوني استخراج او قاچاق پای ته رسېدلی او د زمردو د قانوني او اصولي کان کېندنې لپاره مو تر اوسه له ۵۶۰ څخه ډېر جوازونه وېشلي دي.

د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې زیاته کړې، چې له دې کار سره څه باندې لس زره پنجشېریانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد قاسم امیري د پنجشېر د یاقوتو د ټولو کانونو د سروې او استخراج د جوازونو د وېش لپاره دې ولایت ته له دې وزارت څخه د سروې او تخنیکي ډلې د لېږلو غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشېر خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو او په دغه ولایت کې د یاقوت او زمرد د استخراج د جوازونو پر ورکولو ټینګار وکړ.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!