تازه خبرونه

د روسیې ولسمشر د کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ

Published

on

 ولادیمیر پوتین د سنټ پیټرزبورګ نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن دی او دا حقیقت باید درک شي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي؛ مونږ تل په دې باور یوو، چې باید واقعیت ومنو. طالبان په افغانستان کې واک لري. مونږ باید د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې کړو.

پوتین زیاته کړې، چې د روسیې او ازبکستان لپاره په افغانستان کې ثبات تر اقتصادي فرصتونو ډېر مهم دی؛ خو دی له اسلامي امارت غواړي، چې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.

ولادمیر پوتین وایي: زمونږ او ازبکستان لپاره، په افغانستان کې امنیت او ثبات له اقتصادي فرصتونو څخه ډېر مهم دی. طالبان باید د ټولګډونه حکومتوالۍ په خورا حساسه موضوع کې د ټولو توکمونو او سیاسي ډلو په ګډون خپلې ژمنې پوره کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولنې پر کچه لوی موضوعات هم باید حل شي.

په څه کم دوه اوونیو کې د روسیې حکومتي چارواکو په بېلابېلو کچو د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وه، چې مسکو غواړي د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې ویلي، چې اسلامي امارت نور د روسیې دښمن نه ګڼل کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له روسیې سره د اړیکو له پراختیا هرکلی کوي او څرګندوي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د متوازنې پالیسۍ په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي.

له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا روسیې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو په نوملړ کې شامل کړ؛ خو په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمیدو وروسته په څه کم درې کلونو کې روسیې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ټینګې کړي او تر څنګ یې د اسلامي امارت  ډیپلوماټان هم ومنل.

Trending

Exit mobile version