تازه خبرونه
د روسیې پر سترو نفتې شرکتونو امریکا تازه بندیزونه ولګول
امریکا مسکو تورن کړی، چې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې یې خپلې ژمنې پوره کړې ندي.
د راپورونو له مخې؛ امریکا د چارشنبې پر ورځ( د تلې دېرشمه) د روسیې پر سترو نفتې شرکتونو( «روسنیفت» او «لوکاویل» ) تازه بندیزونه لګول شوي دي.
امریکا مسکو تورن کړی، چې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې یې خپلې ژمنې پوره کړې ندي.
دا بندیزونه په داسې حال کې لګول کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لیدنه لغو شوې او روسیې د اټومي وسلو په ګډون، پراخ پوځي تمرینونه ترسره کړي دي.
د ځنډ دلیل دا ګڼل شوی، چې روسیې امریکا ته د سولې د هوکړې خپل پخواني شرطونه یاد کړي او ترې غوښتل شوي؛ اوکراین دې د دونباس ټولې ختیځې او سویلختیځې سیمې پرېږدي.
