سیمه ییز خبرونه

د روسیې په یوه کارخونه کې د چاودنې له کبله د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۵۴ کسانو ته لوړ شو

د مسکو په جنوب ختیځ کې د ریازان سیمې والي پاول مالکوف د تېرې جمعې پر ورځ ویلي، چې دا پېښه د کارخونې په یوه کارځای کې د اور لګېدو له کبله رامنځته شوې ده.

Published

on

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د روسیې د ریازان سیمې په یوه کارخونه کې د تېرې اوونۍ د یوې ناڅرګندې چاودنې له کبله د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۰ ته لوړ شوی او ۱۳۴ نور ټپیان دي.

د مسکو په جنوب ختیځ کې د ریازان سیمې والي پاول مالکوف د تېرې جمعې پر ورځ ویلي، چې دا پېښه د کارخونې په یوه کارځای کې د اور لګېدو له کبله رامنځته شوې ده.

روسیې رسنیو ندي ویلي، چې د اور لګېدو لامل څه و او کارخونې څه تولیدول.

د روسیې رسمي سرچینو د ټپیانو د موندلو او درملنې له هڅو پرته نور جزئیات ندي ورکړي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې دا د چاودېدونکو توکو کارخونه وه؛ خو رویټرز ونه توانید، چې سمدلاسه دا معلومات تائید کړي.

د سیمې د بېړنيو خدماتو مرکزي دفتر په ټیلیګرام کې ویلي: “د اګست تر اته‌لسمې پورې د دې بېړنۍ پېښې له کبله ۲۰ کسان مړه شوي،۱۳۴ ټپیان دي، چې ۳۱ ناروغان د ریازان او مسکو په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او ۱۰۳ ناروغان له درملنې وروسته رخصت شوي دي.”

د بېړني حالت وزارت د خپرو شويو ویډیوګانو انځورونه ښیي، چې د کارخونې ځینې برخې ویجاړې دي او ژغورونکي د کنډوالې په اړوند برخوکې ژوندي پیداکوونکي سپي کاروي.

په یوه بله ویډیو کې ارواپوهان له ځایي اوسیدونکو سره د مشورې په ورکولو کې همکاري کوي.

Trending

Exit mobile version