Connect with us

تازه خبرونه

د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته ۳۵ ټنه اړین روغتیايي توکي لېږلي

دې نړیوال بنسټ د دوبۍ حکومت له ملاتړ ستاینه کړې او څرګندوي؛ د دوی روغتیایي ډلو نه‌ستړی کېدونکی کار روان ساتلی، چې اړوند مرستې اغېزمنې او چټکۍ تر سره شي.

خپور شوی

د

د روغتیا نړیوالې ټولنې د دوشنبې پر ورځ (د وږي اووه‌لسمه )  د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته د ۳۵ ټنو اړینو روغتیايي توکو له لېږلو او وېش خبر ورکړی او وایي، چې دا توکي له دوبۍ څخه د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته رسول شوي دي.

دې نړیوال بنسټ د دوبۍ حکومت له ملاتړ ستاینه کړې او څرګندوي؛ د دوی روغتیایي ډلو نه‌ستړی کېدونکی کار روان ساتلی، چې اړوند مرستې اغېزمنې او چټکۍ تر سره شي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په اغېزمنو سیمو کې وضعیت نازک دی او طبي توکي مخ پر ختمیدو دي.

دې ټولنې پرون په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې د ناروغانو د لېږدولو لپاره د موټرو او د ښځینه روغتیایي کارمندانو کمښت د ټپیانو لپاره اړینه پاملرنه محدوده کړې ده.

تېره اوونۍ د افغانستان ختیځ د رښتر پر کچه ۶.۰ درجې زلزلې ولړزاوه، چې د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې تر ټولو زیات ځاني زیان او ژوبله په کونړ ولایت کې رامنځته شوې ده. د رسمي معلوماتوله مخې، نږدې ۳۰۰۰ کسان مړه شوي، نږدې ۶ زره کورونه ویجاړ  او له ۳۶۰۰ څخه ډېر ټپیان دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د دغې پېښې له رامنځته کېدا راپدېخوا اغېزمنو ولایتونو ته څو روغتیايي ډلې لېږلي، چې د ظرفیت پیاوړي کولو لپاره له نورو نړیوالو بنسټونو او عامې روغتیا وزارت سره ګډ کار کوي.

تازه خبرونه

له ۱۰۰ ډېرو افغان سوداګرو او پانګه‌والو ازبکستان ته سفر وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.

Published

on

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د دغې خونې د مشرتابه او له سل ډېرو افغان سوداګرو او پانګه‌والو پر ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.

یادې خونې ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د پانګونې هڅول او د اوږدمهالو اقتصادي همکاریو پیاوړي کول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نه‌دي – هند

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټه‌نني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نه‌لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ویلي، چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې له پراخو بدلونونو سره اوس هغه وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه د دې هېواد پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر اوسنيو بندیزونو بیاکتنه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټه‌نني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نه‌لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان سیاسي وضعیت د پخوا پر پرتله د پام وړ بدلون کړی او د تنبیهي تګلارو دوام د شته ننګونو په اواري کې مرسته نه‌شي کولی.

د هند استازي همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د موندنو پر ډاډ ویلي، چې دغو بریدونو ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ‌ او ژوبله اړولې ده.

هریش په خپلو څرګندونو کې پاکستان تورن کړی، چې د افغانستان پر وړاندې یې سوداګریز او ټرانزیټي محدودیتونه لګولي دي او د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه‌والي ته د زمینې برابرولو لپاره يې د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په فراه کې پر زر جریبه ځمکه ستر ټرانسپورټي تمځای جوړېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.

Published

on

د فراه ولایت په ختیځ کې پر زر جریبه ځمکې د مسافرو او باروړونکو موټرو لپاره د یوه ستر او معیاري تمځای د جوړولو چارې پیل شوې، چې د لومړي پړاو لګښت یې ۱۲۷ میلیون افغانۍ ښودل شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، دا تمځای د تېلو زېرمه، مسافرخونه، دوکانونه، اداري ودانۍ، جومات او شنه سیمه هم لري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیق‌الله عابد د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې فراه د سیمه‌ییزو لارو یو مهم مرکز دی او د دې تمځای جوړېدل به د ټرانسپورټي خدمتونو د ښه‌والي او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه تمځای د فراه هوايي ډګر ختیځ لوري کرجي سیمې ته نږدې جوړېږي، چې ۳۰۰ جریبه ځمکه یې د مسافرو موټرو او ۷۰۰ جریبه یې د باروړونکو موټرو لپاره ځانګړې شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117