تازه خبرونه
د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته ۳۵ ټنه اړین روغتیايي توکي لېږلي
دې نړیوال بنسټ د دوبۍ حکومت له ملاتړ ستاینه کړې او څرګندوي؛ د دوی روغتیایي ډلو نهستړی کېدونکی کار روان ساتلی، چې اړوند مرستې اغېزمنې او چټکۍ تر سره شي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د دوشنبې پر ورځ (د وږي اووهلسمه ) د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته د ۳۵ ټنو اړینو روغتیايي توکو له لېږلو او وېش خبر ورکړی او وایي، چې دا توکي له دوبۍ څخه د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته رسول شوي دي.
دې نړیوال بنسټ د دوبۍ حکومت له ملاتړ ستاینه کړې او څرګندوي؛ د دوی روغتیایي ډلو نهستړی کېدونکی کار روان ساتلی، چې اړوند مرستې اغېزمنې او چټکۍ تر سره شي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په اغېزمنو سیمو کې وضعیت نازک دی او طبي توکي مخ پر ختمیدو دي.
دې ټولنې پرون په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې د ناروغانو د لېږدولو لپاره د موټرو او د ښځینه روغتیایي کارمندانو کمښت د ټپیانو لپاره اړینه پاملرنه محدوده کړې ده.
تېره اوونۍ د افغانستان ختیځ د رښتر پر کچه ۶.۰ درجې زلزلې ولړزاوه، چې د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې تر ټولو زیات ځاني زیان او ژوبله په کونړ ولایت کې رامنځته شوې ده. د رسمي معلوماتوله مخې، نږدې ۳۰۰۰ کسان مړه شوي، نږدې ۶ زره کورونه ویجاړ او له ۳۶۰۰ څخه ډېر ټپیان دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د دغې پېښې له رامنځته کېدا راپدېخوا اغېزمنو ولایتونو ته څو روغتیايي ډلې لېږلي، چې د ظرفیت پیاوړي کولو لپاره له نورو نړیوالو بنسټونو او عامې روغتیا وزارت سره ګډ کار کوي.