تازه خبرونه
د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغان راستنېدونکو ترمنځ د ساري ناروغیو له خپرېدو خبر ورکړ
دې ټولنې په یوه راپور کې لیکلي؛ د تېرو دوه اوونیو ( د جون د شپاړلسمې او دېرشمې) ترمنځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۴ زره ۲۸۰ کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې ۹۲ سلنه یې د ایران په پوله کې ثبت شوي دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو ترمنځ د تنفسي، اسهال، پوستکي او کوویډ-۱۹ ته ورته ناروغیو له خپرېدو خبر ورکړی دی.
دې ټولنې په یوه راپور کې لیکلي؛ د تېرو دوه اوونیو ( د جون د شپاړلسمې او دېرشمې) ترمنځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۴ زره ۲۸۰ کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې ۹۲ سلنه یې د ایران په پوله کې ثبت شوي دي.
د راستنېدونکو ترټولو لوی شمېر (۷۲ سلنه) د اسلامکلا په پوله کې ثبت شوی، چې په ۸۴۹ کسانو کې یې د ساري ناروغیو نښې نښانې پېژندل شوي؛ ۳۸۲ کسانو اسهال درلود او ۶۰ نور یې کوویډ-۱۹ ول او ۶۶ نور د پوستکي د خارښ پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې سږکال، به له پاکستان څخه ۱.۶ میلیون افغانان او له ایران څخه شاوخوا ۲ میلیون هېواد ته راستانه شي.
دې ټولنې خبرداری ورکړی، چې د بودجې نشتوالي د راستنېدونکو لپاره د روغتیایي خدماتو غځول له خطر سره مخ کړي دي.
