تازه خبرونه

د روغتیا نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې له ۱۰ میلیون یورو مرستې هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۴, ۱۴۰۲)

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر تدروس آدهانوم ګیبریسوس د پنجشنبې پر ورځ ( د لړم ۴ ) افغانستان ته د اروپايي ټولنې له ۱۰ میلیون یورو مرستې هرکلی وکړ.

تدروس په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا مرستې به د خواړو نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر ته اجازه ورکړي، چې له رواني روغتیا، مخدره توکو ناوړه ګټه اخیستنې درملنې او په افغانستان کې له زیان منونکیو خلکو په ځانګړي توګه له ښځو او نجونو ملاتړ وکړي او ځواکمنول یې زیاتوالی ومومي.

د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافیله ایودیس د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ته به ۱۰ میلیون یورو یا ۱۰.۵ میلیون دالره اضافي بودجه ورکړي، چې په افغانستان کې د رواني روغتیا او د مخدره موادو د استعمال د اختلالاتو د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي لو دپینګ ویلي؛ په افغانستان کې د زیان منونکیو خلکو لپاره رواني روغتیا او د مخدره توکو د ناوړه ګټه اخیستنې، درملنې او بیارغونې خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د اروپايي ټولنې ملاتړ اړین دی. د ۱۰ میلیون یورو دې اضافي تمویل زمونږ د پام وړ هڅې زیاتې کړي، چې د دې خلکو په منځ کې له موجوده رواني روغتیا، نشه‌یي توکو کارولو، د اختلالاتو له ننګونو سره مبارزه وکړي او مونږ ته دا وړتیا راکوي، چې دوی ته پاملرنه او ملاتړ چمتو کړو.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، افغانستان نږدې څلور ميليون د نشه‌يي توکو روږدي لري، چې د ټول نفوسو لس سلنه جوړوي.

په افغانستان کې د نشه‌يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازې انوبها سود وايي، د اروپايي ټولنې نوې مالي مرسته په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کارونې او اړوند ناخوالو د مخنیوي لپاره ډېره مهمه ده.

Trending

Exit mobile version