روغتيا
د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتوالي خبر ورکړ
د روغتیا نړیوالې ټولنې د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې په اپریل میاشت کې د کرنا ویروس تائید شوی شمېر ۲۸۲ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
په اپریل میاشت کې د کرونا ویروس ټولې تائید شوې پېښې ۴۹۵۴ ته رسېدلې وې.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې په مارچ میاشت کې له دې ناروغۍ ۴ کسان مړه شوي. په داسې حال کې، چې په اپریل میاشت کې له دې ناروغۍ ۹ کسان مړه شوي دي.
د دې ټولنې د راپور له مخې؛ د اپریل په میاشت کې ۱۸۰۴۹ پېښې کتل شوي، چې د مارچ پر پرتله ۵۰ اعشاریه ۷ سلنه ډېرې دي.
دغه راز د ازموینې مثبتې پېښې په مارچ کې د ۱۰ اعشاریه ۸ سلنې څخه په اپریل کې ۲۷ اعشاریه ۴ سلنې ته لوړې شوې دي.
دغه راز ویل کیږي، چې په اپریل میاشت کې څه نا څه ۱۹۶ زره کسان واکسین شوي دي.
د بدخشان سیمه ییزو روغتیايي چارواکو هم منلې، چې د کرونا ویروس پېښې په کې مخ پر زیاتېدو دي.
د بدخشان ولایت د روغتیا رییس عتیق الله فیضي وايي، په تېرو درې اوونیو کې له ۱۱۰۰ څخه زیاتې کتنې شوي، چې ۳۶۶ یې مثبتې دي.