روغتيا
د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین دوهیم پړاو اعلان کړ
(Last Updated On: وږی ۶, ۱۴۰۲)
د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان کړی، چې د هېواد په شپږ ولایتونو کې یې د پولیو ضد واکسین دوهیم پړاو پیل کړی دی.
دې ټولنې پرون (یکشنبه د وږي ۵ ) په خپله ایکس پاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه کمپاین د هېواد په پېنځه شمالي ولایتونو او یو جنوبي ولایت کې پیل شوی دی.
جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، روزګان او سمنګان هغه ولایتونه دي، چې د ګوزڼ واکسین دوهیم پړاو په کې پیل شوی دی.
دغې ادارې له خلکو وغوښتل، چې د ماشومانو د واکسین په برخه کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.
د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د هېواد له شپږ شمالي ولايتونو پرته په ټول هېواد کې د پوليو واکسين کمپاين لومړى پړاو پيل شوی و.
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د پولیو د پېنځه نویو پېښو له ثبته خبر ورکړی و.