روغتيا

د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د دینګي ناروغۍ له ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۲)

د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې د بارانونو له پیلېدو سره به په افغانستان کې د دینګي ناروغۍ پېښې زیاتې شي.

د دې ټولنې د افغانستان څانګې تویت کړی، چې دوی داسې روغتیایي کارکوونکي روزلي، چې د دینګي پېښې مدیریت کړي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار له ۱۸ روغتونونو او ۲۵۰ روغتیايي مرکزونو څخه ۳۰۰ داکتران، نرسان او لابراتوار تخنیکران روزلي دي.

دغې ټولنې دا هم ویلي، چې د دینګي د پېښو د مدیریت درې ورځنی کورس په ۱۲ برخو کې ترسره شوی، چې په کې ۶۵ ښځینه روغتیایي کارمندانو برخه واخیسته.

دغه راز ویل کیږي: لکه څنګه، چې مونږ روغتیایې اړتیاوې چمتو کوو؛ خلکو ته وایو، چې خپل ځان او کورنۍ د غوماشو له چیچلو خوندي کړي او د دینګي تبې مخه ونیسي.

د دینګي تبې پر مهال لاندې نښې د پاملرنې وړ دي: د عضلاتو درد، خواګرځول او د پوستکي خارښت دي؛ خو دا ډېر شدید او کله ناکله د عفونت له زیاتېدو سره وژونکې وي، چې د اوږدې مودې اندېښنه رامنځته کوي.

دا ناروغي له یوه کس څخه بل ته د همدغو میاسو پر چیچلو لېږدول کیږي، چې په کورني چاپېریال کې وده کوي؛ د کورونو دننه او شاوخوا د اوبو په حوضونو کې هګۍ اچوي، له روانو اوبو بې برخې سیمې ډېرې زیانمنوي.

د روغتیا پوهانو د څرګندونو له مخې د دينګي ناروغۍ ۸۰ سلنه درملنه په کور کې ترسره کیدلی شي او روغتون ته د تلو اړتیا نه پېښیږي. دا هغه مهال، چې لومړنۍ نښې نښانې یې ژر وپېژندل شي.

د دینګي ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړي درمل نه‌شته؛ خو په لومړي سر کې باید د دردونو ګولۍ وخوړل شي، دمه دې وشي او اوبلن توکي دې وکارول شي.

هغه مهال، چې ناروغي ډېره شي او نورې نښې ورسره هم راڅرګندې شي؛ نو بیا باید داکتر ته مراجعه وشي.

دینګي غوماشې سهار وختي له رڼا کېدو مخکې او له لمر پریوتو دوه ساعته مخکې مستیږي او الوت پیلوي. دا د اګست میاشتې له پېل څخه تر اکتوبر وروستۍ ورځو پورې بوره وده کوي او د خپریدو خطر یې هم ډېر وي؛ خو په سړه هوا کې د دینګي نسلي وده بندیږي.

د دې غوماشې نوم ایدیس ایجپتي دی، چې او دا ناروغي له یوه کس څخه بل ته لیږدوي.

د دې ناروغۍ داکترانو څرګنده کړې، چې د دینګي غوماشو له چیچلو وروسته په ناروغ کې له درې ورځو یا دوه اوونیو وروسته اړوند نښې نښانې راڅرګندیږي.

Trending

Exit mobile version