تازه خبرونه
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې خپلې هڅې روانې ساتي
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې به له پولیو ویروس سره د مبارزې لپاره خپل کار روان ساتي.
دې سازمان زیاته کړې، چې د ننګونو او خطرونو سره سره به یې ټول کارمندان په ټول افغانستان کې خپلې هڅې روانې ساتي.
په بلخ ولایت کې د روغتیا نړیوالې ټولنې یوه چارواکي ویلي: د پولیو خپرېدل د جګړو پرمهال او په بېړنيو حالاتو کې نه دریږي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي؛ سږکال په افغانستان کې د پولیو یوه وحشي بڼه او د ګوزڼ ویروس نورې ۴۳ بڼې ثبت شوې دي.
دې ادارې زیاته کړې، په هغو سیمو کې، چې د ګوزڼ واکسین پلی شوي ندی د پولیو دا بېلابېلې بڼې راپیدا شوې دي.
د دغې ټولنې د څرګندونو له مخې، ۳ میلیون ماشومان د بېلابېلو دلایلو له کبله له واکسین بې برخې شوي دي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي ډاکټر ډوپینګ لو ویلي: مونږ له ټولو اړخونو سره کار کوو، چې د پولیو واکسین په پلي کولو کې ځنډ ناشونی دی. په دې اړه د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې باید له لاسه ورنکړو؛ ماشومان همدا اوس واکسین ته اړتیا لري، دوی باید شخړې او بې ثباتي ونه زغمي او مونږ له ځنډ او خنډ پرته ټولو ماشومانو ته لاسرسی غواړو.