سوداگري

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال او ازبک پلاوي پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ټینګار وکړ

ملا عبدالغني برادر ویلي، د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا او ثبات نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټې خوندي کوي، بلکې د سیمې د ثبات لپاره هم ګټورې دي.

Published

on

د اسلامي امارت ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن(یکشنبه د زمري څلورمه) په ارګ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف او مل پلاوي سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

ملا عبدالغني برادر ویلي، د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا او ثبات نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټې خوندي کوي، بلکې د سیمې د ثبات لپاره هم ګټورې دي.

هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې د شته ظرفیتونو پر کارولو دغه اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو د ګډ کاري پروګرام پر اغېزمنې پلي کېدا ټینګار وکړ او هغه یې د اقتصادي ودې لپاره مهم وباله. هغه همداراز ازبکستان ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږدوونکو وسایطو پر وړاندې د خنډونو لرې کول، د چین، منځنۍ آسیا او روسیې له لارې د افغانستان ټرانزیټي توکو ته آسانتیاوې، د کرنیزو محصولاتو، تازه او وچو مېوو، خوراکي او ارزښتناکو کاني توکو د صادراتو لپاره د زیاتو آسانتیاوو برابرول، د ټرانزیټي بنسټونو ظرفیت لوړول، د ګمرکونو پراختیا، افغان وګړو ته د ویزو د ترلاسه کولو آسانتیا او د انرژۍ او ګډو بنسټیزو پروژو په برخو کې همکاري د دواړو هېوادونو د همکاریو مهم لومړیتوبونه وبلل.

هغه ویلي، د افغانستان او ازبکستان د همکاریو پراختیا به نه یوازې اقتصادي اړیکې لوړې کچې ته ورسوي، بلکې د سیمې نورو هېوادونو ته به هم د ښه ګاونډیتوب یوه ښه بېلګه وړاندې کړي.

بل لور ته، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او له افغانستان څخه د غوښې او پنبې واردات زیات کړي.

هغه همداراز اعلان کړی، چې ازبکستان چمتو دی په حیرتان کې د ۵۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د جست ډبرې د پروسس یوه فابریکه جوړه کړي.

خواجه‌یوف زیاته کړه، ازبکستاني پلاوی به د ټرانسپورټ، انرژۍ، کرنې پراختیا، بانکدارۍ، سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او د افغان وګړو د وړتیا لوړونې په برخو کې له اړوند ادارو سره ګډې همکارۍ ولري.

Trending

Exit mobile version