تازه خبرونه
د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د ملي پراختیا سټراټیژۍ مسوده تائید کړه
د ریاست الوزراء د سېشنبې د ماښامنۍ خبرپاڼې له مخې: “د ملي پراختیا سټراټیژۍ مسوده جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی، چې موخه یې په راتلونکو پېنځه کلونو کې د اقتصادي چارو لپاره د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ تر مشرۍ لاندې د اقتصاد وزرارت پر سکرټریت او اړوند سکټوري وزارتونو سره په ګډه همکارۍ کې د اساسي ملي اهدافو ټاکل او ترلاسه کول دي.”
د ریاست الوزرء اقتصادي کمیسیون اوونیزې ناستې، چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوله؛ د ملي پراختیا سټراټیژۍ مسوده له هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب کړه.
د ریاست الوزراء د سېشنبې د ماښامنۍ خبرپاڼې له مخې: “د ملي پراختیا سټراټیژۍ مسوده جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی، چې موخه یې په راتلونکو پېنځه کلونو کې د اقتصادي چارو لپاره د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ تر مشرۍ لاندې د اقتصاد وزرارت پر سکرټریت او اړوند سکټوري وزارتونو سره په ګډه همکارۍ کې د اساسي ملي اهدافو ټاکل او ترلاسه کول دي.”
په خبرپاڼه کې زیاته شوې: “دا سټراټیژي د یوه باثباته او سوکاله افغانستان لپاره له سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې رانغاړي. د دې سټراټیژۍ اهداف د اسلامي شریعت پیاوړي کول، د اغېزمنتوب، شفافیت او حساب ورکولو اصل تضمینول، له سیمې او نړۍ سره د اغېزمنو او ښو اړیکو پراخول، د تلپاتې سولې او عمومي امنیت ټینګول، د کارموندنې او اقتصادي ودې رامنځته کول، د مذهبي او ملي ارزښتونو، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي حاکمیت ساتل، د ملي او طبیعي سرچینو مدیریت اغېزمنتوب ته وده ورکول، د بنسټیزو خدماتو چمتو کول، ښه کول، د صنعت، سوداګرۍ او خصوصي سکټور وده، د بېخبناوو او سیمهییز اتصال پراختیا، ټولنیز خوندیتوب ته وده ورکول او د چاپیریال ښه کول دي.”
