سوداگري

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د نړیوال بانک له راپور هرکلی وکړ

Published

on

 د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د نیوال بانک په دې راپور کې د افغانستان د اقتصادي حالت واقعیتونه په ډاګه شوي دي.

د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې که نړیواله ټولنه پر افغانستان د بندیزونو پر پرځای مثبت تعامل غوره کړي؛ افغانستان کولی شي له اقتصادي پلوه پر ځان‌بسیا شي.

په اعلامیه کې له نړیوال بانکه غوښتل شوي، چې د افغانستان واقعیتونه څرګند کړي او له افغانستان سره مثبت تعامل ته غاړه کیدي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په وارداتو او صاداراتو کې زیاتوالی راغلی، افغانۍ خپل ارزښت ساتلی او کورني عواید ډېر شوي دي.

د اقتصادي مرستیالۍ له نړیوال بانکه غوښتي، چې په افغانستان کې دې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

Trending

Exit mobile version