تازه خبرونه
د ریښتر پر کچه ۴.۸ درجې زلزلې کابل ولړزاوه
Last Updated on: چنګاښ ۲۶, ۱۴۰۱
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د شنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۲۵ په افغانستان کې د ۴.۸ درجې زلزلې راپور ورکړ او څرګندوي، چې د زلزلې مرکز د کابل په ختیځ سروبي کې و.
د یاد بنسټ د راپور له مخې؛ دغې زلزلې د افغانستان پلازمېنه د مازدیګر څلور بجې ولړزوله.
له دې طبیعي پېښې د مرګ و ژوبلې راپور ورکړ شوی ندی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د رېښتر پر کچه ٦،٢ درجې زلزلې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او ټپيان کړل.
دغه راز د تېرې مياشتې له دغې مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې وروسته په زرګونه کورنۍ بې کوره او زیانمن شول.
.