تازه خبرونه

د زابل يو شمېر اوسيدونكي امنيتي چارواكي د امنيت په ټينگښت كې ناكام گڼي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)


له هغي ورځې وروسته، چې په زابل كې يوه ډله مسافر د وسلوالو له خوا وتښتول شول؛ د دغه ولايت پر امنيتي ځواكونو د خلكو نيوكې ډېرې شوې دي.
د زابل اوسيدونكی خالد د دغه ولايت پر دولتي چارواكو نيوكه كوي، چې ونه توانيدل په تېرو دیارلس كلونو كې خاك افغان ولسوالي له وسلوالو پاكه كړي.
د زابل ولایت یو بل اوسیدونکی تمورشاه وايي، له دې ولسوالې څخه وسلوال په ډېرو چارو كې كار اخلي.
د زابل د پوليسو قومندان جنرال غلام سخي روغ لېونى وايي، چې په دې ولايت كې د وسله والو طالبانو پر ضد يوازې په تير لمريز كال كې ۱۰۰۰ عمليات شوي، چې نيژدې دوه سوه كسان په كې وژل شوي دي.
د زابل د پوليسو قوماندان روغ لیونی زیاتوي، چې د وسلوالو پرضد په دې عملياتو كې ۷۵ دولتي سرتېرو هم ژوند له لاسه وركړى او ۱۵۵ نور ټپيان شوي دي.
هغه وايي، چې په دې عملياتو كې ۹ پیکا، ۷ راکتونه، ۲۸۳ میله کلاشنکوف، ۴۰ توپنگچې او ۲ میله گرینوف وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم د زابل قومي مشرانو له امنیتي گواَونو سرټکولی و او حکومت ته یې خپلې اندېښنې وړاندې کړې وې.
خبریال: بشير احمد فيضان.

Trending

Exit mobile version