تازه خبرونه
د زابل پوهنې ته ځانگړې شوې پيسې د طالبانو جيبونو ته ځي
د زابل ولايتي شورا او امنيتي چارواكي وايي، د دغه ولايت زرگونه ماشومان له زدكړو محروم دي؛ خو د بندو ښوونځيو په نومونو حواله شوې پيسې هغه طالبان اخلي، چې په دغه ولايت كې يې د ښوونځيو د بنديدو لامل كيږي.
د زابل امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیونی دا مني، چې د پوهنې له پاره ځانگړې شوې پيسې او د ښوونكیو معاشونه د وسلوالو طالبانو جيبونو ته ځي .
د زابل د ولايتي شورا رييس عطاجان وايي يو شمېر هغه ښوونځي يې تړلي، چې تدريس په كې نه و؛ خو معاشونه يې حواله كيدل.
د زابل قومي مشران موسي خان، امین الله او روزي محمد وايي:
د پوهنې مسوولين په دوى تورلگوي، چې د پوهنې له بهير سره همكاري نه كوي. په داسې حال كې، چې ماشومان يې له زدكړو محروم دي؛ خو په ولسواليو کي وسلوال طالبان آن د استخدام بهیر پخپله پرمخ وړي او ځيني کسان يې د ښوونکیو په نوم ثبت کړي اوپه معاشاتو يې د جگړې لپاره وسلې اخلي.
د زابل د پوهني رييس رحیم الله لودین كه څه هم د دې ادعاوو په ځواب كې څه نه وايي؛ خو ټينگار كوي، چې يو شمېرهغه ښوونځي يې تړلي، چې بند ول او معاشونه يې اخيستل كيدل.
اوس په زابل کي د ورکړشويو ۲۳۸ ښوونځيو له ډلې يوازي ۹۲ ښوونځي پرانیستي دي؛ خو د زابل اوسیدونکي دا شمېرلوړ بولي اووايي په گڼو ولسواليو د مخالفينو ولکه ده او د ښوونځي پرانیستل په كې ناشوني دي.