تازه خبرونه
د زرګونه افغانان کډوالو له راستنېدو سره به بشري ناورین نور هم پراخ شي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بابر بلوڅ د سېشنبې پر ورځ د ژینیو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا بنسټ کورونو ته له راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې لپاره ۷۱ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ویلي، چې په افغانستان کې یو ژور بشري بحران مخ پر زیاتېدو دی؛ ځکه، چې لسګونه زره افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو څخه بېرته راستنېدو ته اړ ایستل کیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بابر بلوڅ د سېشنبې پر ورځ د ژینیو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا بنسټ کورونو ته له راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې لپاره ۷۱ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
بلوچ زیاته کړې، چې دا کډوال هېواد ته له راستنېدو وروسته له سختو ناهیلې کوونکو شرایطو سره مخ دي.
بلوڅ وایي؛ په اپریل کې له ۲۵۱ زره څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه په ناوړه شرایطو کې راستانه شوي، چې په کې له ۹۶ زره څخه ډېر جبري ایستل شوي کسان دي.
هغه ویلي، چې UNHCR د ایران او پاکستان له حکومتونو هم ملاتړ روان ساتي، چې افغانستان ته راستنیدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.
بابر بلوڅ زیاته کړې: ” د افغانان جبري ستنېدا یا فشار راوړل ښه پایله نلري او کولی شي سیمه بې ثباته کړي.”
له ۲۰۲۳ راپدېخوا له ۳.۴ میلیون څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته راستانه شوي یا ایستل شوي دي، چې له ۱.۵ میلیون ډېر په ۲۰۲۴ کې ایستلو ته اړ شوي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې افغانان په ۲۰۲۴ کال کې له آسیا اوقیانوسیې سیمې څخه اروپا ته د غیرقانوني رسیدونکو ترټولو لویه ډله (۴۱ سلنه) ګڼل شوې ده.