سیمه ییز خبرونه
د زغن كلي له وحشتناكې پيښې اوه ورځې تيرې شوې، خو د عدالت څرک نه لګي
د فارياب د پشتونكوټ ولسوالې د پيښي قربانيان وايي كه عدلي او قضايي ارګانونه يې غوښتنو ته ځواب ونه وايي په خپله به غچ واخلي .
ويل كيږي چې په دې پيښه كې تيره اونى د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي .
رپوټونه وايي چې د يوه محلي قوماندان تر وژلو وروسته ګڼ كسان چې د پوليسو جامې يې پرتن وې د پيښې كلي ته ورغلي او په عامو خلكو يې ډزې كړې او ګڼ كورونه يې ورسوځولي دي .
د فارياب د پشتونكوټ ولسوالې د زغن كلي له وحشتناكې پيښې اوه ورځې تيرې شوې، خو په دې كلي كې تراوسه هم نر او ښځې د خپلو كورنيو د غړو وير كوي . دغو كسانو اوس له خپل كلي څخه څو كيلومتره ليرې بلې سيمې ته پنا وړې ده، خو ولسمشر حامد كرزي ژمنه كړې چې په دې برخه كې به عدالت تطبيق كړي .
د دې پيښې د قربانيانو كورنۍ وايي په دې ولايت كې د زورواكانو او غير مسولو وسله والو له خوا پر خلكو ظلم او ستم اوږده مخينه لري، خو دولت تراوسه په دې برخه كې هيڅ نه دي كړي. دوى خبردارى وركوي چې كه دا ځل دولت د دوى غم ونه خوري نو د خپلو عزيزانو غچ به ارو مرو اخلي .
د یادې پېښې یو ماشوم وايي پلار او كاكا مې محلي زورواكانو ووژل او وروسته يې مړي د پوليسو په ټانكونو وځړول.
د تيرې يكشنبه په ورځ په پشتونكوټ ولسوالې كې د پخوانيو محلي قوماندانانو ترمنځ په جګړه كې يو شمير ملكي خلك ووژل شول او لسګونه كورونه وسوځول شول. د دغه پيښې قربانيان وايي چې دا كار پوليسو كړى، امنيتي چارواكي هم په دې پيښه كې د پوليسو لاس لرل نه ردوي.
سیمه ییز خبرونه
ایران به له ستونزو سره – سره سر ټیټ نکړي- پزشکیان
پزشکیان په دولتي ټلویزیون کې، چې پر ژوندۍ بڼه خپره شوې د وینا پر مهال ویلي: “نړیوال قدرتونه په یوه کتار کې ولاړ دي، چې مونږ د سر ټیټولو اړ کړي؛ خو مونږ به له ټولو هغو ستونزو سره – سره، چې دوی یې مونږ ته رامنځته کوي سر ټیټ نکړو.”
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي، چې هېواد به یې له امریکا سره د اټومي خبرو اترو په بهیر کې د نړۍ د قدرتونو فشار ته سر ټیټ نکړي.
پزشکیان په دولتي ټلویزیون کې، چې پر ژوندۍ بڼه خپره شوې د وینا پر مهال ویلي: “نړیوال قدرتونه په یوه کتار کې ولاړ دي، چې مونږ د سر ټیټولو اړ کړي؛ خو مونږ به له ټولو هغو ستونزو سره – سره، چې دوی یې مونږ ته رامنځته کوي سر ټیټ نکړو.”
سیمه ییز خبرونه
د سې شنبې پر ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا خبرې کیږي
نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو دوهیم پړاو به د سېشنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.
مجید تخت روانچي دې خبرو اترو ته په نغوته(اشاره) ویلي؛ دوی هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ چمتو یوو، چې له واشنګټن سره د یورانیمو د غني کولو په اړه د ۶۰ سلنې په اړه بحث وکړو.
سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.
د راپورونو له مخې؛ د عمران خان زوی قاسم خان ویلي؛ هغه او ورور ته دې اجازه ورکړ شي، چې د پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.
په راپورونو کې راغلي؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي آسانتیاوو څخه راضي دی؛ خو ځان له پوره روغتیایي آسانتیاوو بې برخې بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سترې محکمې د تحریک انصاف ګوند بنسټوال او پخواني لومړي وزیر عمران خان ته، چې په اډیاله زندان کې دی له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د لیدنې او خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفوني خبرو اجازه ورکړې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoپر ښهنیت د پاکستانيو اسیرانو خوشېکېدا او پر برید د افغانستان ګواښل
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ د مبارکۍ پر پیغامونو او امنیتي ډاډ پیل او ترسره شوه
-
تازه خبرونه20 hours agoکابل د پاکستان سفیر د مرګونو هوايي بریدونو په اړه احضار کړ
-
سوداگري4 days agoافغان ټرانزیټي توکو د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه تر لاسه کړه
-
تازه خبرونه5 days agoد هېواد د دفاع لپاره د ځواکونو تجهیز او چمتووالی مو کاري اړتیا ده – لوی درستیز
-
تازه خبرونه4 days agoپه باجوړ کې د وسلوال برید له کبله پاکستان افغان ډیپلومات احضار کړ
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoایران به له ستونزو سره – سره سر ټیټ نکړي- پزشکیان
-
تازه خبرونه5 days agoقزاقستان او ازبکستان له افغانستان سره پر سیمه ییزو اړیکو ټینګار څرګند کړ

