تازه خبرونه
د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ له ۹۷ کلیزې سره برابره ده
۹۷ کاله وړاندې د ۱۹۱۹ میلادي په همدې ورځ افغانستان له انګلستان څخه خپله خپلواکي تر لاسه کړه، چې هغه مهال ځوان پاچا امان الله خان د پلار له شهادت وروسته په کابل کې حاکم شوی و.
امان الله خان د خپل سلطنت په لومړیو کې د افغانستان خپلواکي اعلام کړه. مخکې له دې د افغانستان بهرنی سیاست د انګلستان تر رهبرۍ لاندې اداره کیده او هغه هېواد له همدې کبله افغانستان ته هره میاشت باج ورکاوه.
امان الله خان د خپلې واکمنۍ پرمهال د اصلاحاتو داسې بهیرپیل کړ، چې په کې د بشر حقونه خوندي او د ښځو د زدکړې پر آزادې ټینګار وشو.
افغان حکومت او خلک دغه ورځ په شاندارو مراسمو کې نمانځي؛ خو له تېرو څو کلونو راپه دیخوا د دغې ورځې حکومتي مراسم دننه په ارګ کې تر سره کیږي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د خپواکۍ څلي ته د ګلو ګیډۍ کیښوده او په پام کې ده، چې د د دغې ورځې په اړه هم ځانګړې وینا وکړي.
دغه ورځ په ولایاتو کې هم رسمي نمانځل کیږي؛ خو سږکال یې په ننګر هار ولایت کې د ځانګړيو مراسمو تیاری نیول شوی، ځکه، چې امان الله خان او د کورنۍ نور غړي یې د جلال آباد په امیر شهید بڼ کې ښخ شوي دي.
په ننګرهار کې د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې په ویاړ خلکو خپله ټول ښار پرملي بیرغونو پوښلی او هرې لوري ته لکه د اختر خوشحالۍ نمانځل کیږي. ښار تړل شوی او په شېرزي لوبغاړي کې یوازې د افغان تولیداتو یو ستر نندارتون جوړ شوی، چې سلګونه کسان یې لیدو ورځي.
په بلخ كې هم د خپلواكې كليزه په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه . د ولايتي شورا يو شمېر غړیو او د دې مراسمو ګډونوالو پر حكومت نيوكه وكړه، چې د دې ورځې نمانځلو ته پاملرنه نه كوي.
دوى وايي، دا ورځ بايد په ځانګړیو مراسمو ونمانځل شي.
د هېواد د خپلواكې نهه اويايمه كليزه په كندز كې هم د ځانګړیو مراسمو په ترڅ كې ونمانځل شوه. د مراسمو وينا والو د دغه ولايت پر اوسني وضعيت اندېښنه وښوده او د حكومت له مشرانو يې وغوښتل، چې خپلمنځی اختلاف يوې خواته كړي او د امنيتي ځواكونو په پياوړتيا كې هڅه وكړي.
شاه امان الله خان د ١٨٩٢م کال په جون میاشت کې پیدا شوی او د۱۹۶۰م کال د اپریل په ۲۵ د سرطان په ناروغۍ په روم کې ومړ. دی له ١٩١٩ م کال څخه تر ١٩٢٩ م کال پورې د افغانستان پا چا و.
شاه امان الله خان د افغانستان د مطبوعاتو د پلار محمود طرزي له لور ثریا سره واده کړی و، چې د خپل وخت لومړنۍ ښځینه وزیره هم وه.
د یادونې وړ ده، چې امان الله خان په لومړي ځل افغان ټولنه د اساسي قانون لرونکې کړه او د دیموکراسۍ زړي یې ښخ کړل.