سیمه ییز خبرونه
د سترو پانگوالو د باور لپاره امنيت ته اړتيا ده- قربان حقجو
دوې ورځې وړاندې د امريكا لوى درستيز جنرال مارتين ډيمسي ويلي ول، كه افغانستان او امريكا د امنيتي هوكړه ليك پر سند سلا نه شول، ممكن له افغانستان سره كيدونكې بهرنۍ مرستې لږ شي.
ولسمشر حامد كرزي په كابل كې د مشورتي لويي جرگې په پرانيسته كې له نورې نړۍ سره د افغانستان ښې اړيكې د اقتصادي ودې لپاره يوه اړتيا وبلله.
د سوداگرۍ او صنايعو د خونې د عامل پلاوي رييس قربان حقجو وايي، په افغانستان كې د يوه هوكړه ليك له مخې، محدود شمېر بهرني سرتيري كولى شي، په افغانستان كې د پانگونې لپاره د سترو بهرنيو پانگوالو باور خپل كړي.
د نوموړي په دې باور افغانستان دا مهال په يوازې سر نه شي كولى سوله او امنيت ټينگ كړي.
د دوى په وينا، د افغانستان اوسني اقتصادي حالت ته په كتو اړتيا ده، چې د كابل او واشنگتن تر منځ امنيتي هوكړه ليك لاسليك شي.
تېر كال په شيكاگو كې د ناتو په سرمشريزه كې ژمنه وشوه، چې د افغان ځواكونو د غښتلي كولو لپاره به هر كال څه باندې څلور ميليارد دالر مرسته وشي او د توكيو په دوه يمه اقتصادي غونډه كې د افغانستان د پرمختيا لپاره هر كال د نږدې څلور ميليارد دالرو مرستو ژمنه وشوه.
ويل كيږي دا مرستې به هغه مهال تر سره شي، چې كابل او واشنگتن د امنيتي همكاريو سند لاسليك كړي.