سوداگري

د ستندرد ملي ادارې د  بې کیفیته ګاز او تېلو ۴۰۰ زیرمې وتړلې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۴, ۱۴۰۲)

د ستندرد ملي ادارې د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د ټول هېواد په بازرونو کې د بې کیفیته ګاز او تېلو د پیر او پلور د مخنیوي  لپاره د ګازو پمپ استیشنونه او تېل زیرمو د څارنې بهیر پیل شوی دی.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛  تر دې دمه په ټول هېواد کې له ۱۰۰۰ډېر پمپ استیشنونه او زیرمې کتل شوي، چې له ۴۰۰ ډېر پمپ استیشنونه او تېل زیرمې وتړل شوې.

د ستندرد ملي اداره له ټولو سوداګرو غواړي، چې د بې کیفیته توکو له تولید، عرضې او واردولو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان ستندرد ملي ادارې (ANSA) ويلي، د چارشنبې پر ورځ یې لږ تر لږه نهه ټانکرونه، چې له ایران څخه یې د ټیټ کیفیت تېل رالېږدولي وه؛ له فراه بندره بېرته مسترد او وروګرزول.

دې ادارې زیاته کړې، چې د تېلو د کیفیت په اړه لابراتواري ازموینې ترسره او د غیر معیاري تېلو واردولو ته څوک نه‌پریښودل کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درې ورځو کې د تېلو لس نور ټانکرونه له پولې بېرته ایران ته واستول شول.

دا هڅه ښیي، چې چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د سون توکو د واردولو سوداګریز معیارونه تر څارنې لاندې دي او معیاري برخې ته یې پاملرنه ډېره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال تېره ورځ ویلي، چې د ټيټ کيفيته توکو واردونکی به ملي خاین وپېژندل شي.

Trending

Exit mobile version