تازه خبرونه

د سرپل د قشقري له لومړۍ څاه څخه د تېلو استخراج پیل شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ويلي، د سرپل ولایت د قشقري د نفتو له لومړۍ څاه څخه په ازمایښتي بڼه د خامو تېلو استخراج پیل شو.

د دغه وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور سرپل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د دغه ولایت تېل د هېواد له مهمو اقتصادي زېرمو څخه دي.

شهاب الدین دلاور څرګنده کړې، چې د نفتو له استخراج څخه د نورو پروژو په پلي کولو کې ګټه اخیستل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلونکي کې به د سرپل ولايت د قشقري د تېلو له څاګانو څخه هره ورځ سل ټنه تېل استخراج شي.

همدا راز هغه زیاته کړې، چې د دغه کان عاید به د هېواد په پرمختګ کې ولګول شي.

د مالیې وزارت د نفتو او ګازو دولتي شرکت او د چین قراردادي شرکت (افچین) په ګډه د قشقري د نفتو په ساحه کې د استخراج یوه نوې څاه پرانیستله.

مالیې وزارت هم څرګنده کړې، چې دغه څاه اوس‌مهال په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ ټنه خام تېل استخراجوي او په نږدې راتلونکي کې به د دې څاه د استخراج کچه ۱۰۰ ټنو ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، چې د نفتي توکو د پروسس چارې باید په هېواد کې دننه ترسره شي، ځکه دننه پروسس به ډېرو ته د کار زمینه برابره کړي.

د يادونې ده، چې د سرپل ولايت د قشقري د نفتو په سيمه کې لس څاګانې شته، چې پېنځه يې فعالې دي او افغان چينا شرکت په قشقري کې د دولس څاګانو او د سرپل اړوند په اق دريا کې د دوه نورو څاګانو د کېندلو کار پیل کړی دی.

Trending

Exit mobile version