بلخ @ps
د سرپل ولایت د بلخاب- سنچارک لار خلاصه شوه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
افغان امنیتي ځواکونه د سرپل ولایت د بلخاب – سنچارک د لارې په خلاصولو بریالي شول.
د سرپل ولایت مسوولین وایي، افغان امنیتي چارواکو وکولی شول، چې د ده مرده په نیولو دغه لار ترافیکو ته خلاصه کړي.
امنیتي ځواکونه د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې مخ په وړاندې روان دي او دمګړۍ یې کور په کور پلټنې پیل کړي دي.
دغه لار طالبانو بنده کړې وه.