تازه خبرونه
د سرپل په یوه ښوونځي کې لسګونه نجونې مسمومې شوي
(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۴۰۲)
د سرپل پولیسو د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې شاوخوا ۶۰ نجونې د دې ولایت په یوه ښوونځي کې له مسمومیدو وروسته روغتون ته لېږدول شوې دي.
د سرپل د پوليسو وياند دين محمد نظري ويلي: د سانچارک ولسوالۍ د نجونو يوه ښوونځي ته ناڅرګند ننوتلي او ټولګي يې مسموم کړي دي. کله، چې نجونې ټولګيو ته ننوتې؛ ټولې مسمومې شوې.
نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنهکړل، چې په دې پېښه کې کوم مواد کارول شوي او په کې د چا لاس دی.
نظري ويلي، چې دغه نجونې روغتون ته لېږدول شوې؛ خو روغتيايي حالت يې ښه دى.
ویل کیږي، چې د دې پېښې په تړاو تر دې دمه څوک نیول شوي نهدي.