لوبی
د سریلانکا کرکت ملي لوبډلې پاکستان ته له ماتې ورکولو سره د اسیا جام وروستي پړاو ته لار پیدا کړه
د پاکستان کرکت ملي لوبډلې د پنجشنبې پر ورځ ( د وږي ۲۳ ) له سریلانکا کرکت ملي لوبډلې ماتې وخوړه او د اسیا کرکت جام له سیالیو ووتله.
په دې لوبه کې سریلانکا پاکستان ته د دوه ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه.
د پاکستان کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د باران له کبله سیالي ۴۲ اورونو ته راکمه شوه.
د پاکستان لوبډلې تکړه لوبغاړي د بابر اعظم په ګډون له ډګره لرې شول؛ خو محمد رضوان ۸۶، عبدالله شفق ۵۲ او افتخار احمد ۴۰ منډې وکړې او مخالفې لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.
له بلې خوا د سریلانکا لوبډلې دغه هدف د لوبې پر وروستي توپ پوره کړ او پاکستان ته یې له ماتې ورکولو سره د دغه جام وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.
له دې مخکې هند هم پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې ده، چې سریلانکا به د یکشنبې پر ورځ ( د وږي ۲۶ ) د هند پر وړاندې لوبه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم سریلانکا دغه جام ګټلی و.