سیمه ییز خبرونه

د سل ميليارد افغانيو نوي بانكنوټونه بازار ته وړاندې كيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانك رييس نور الله  د لاوري  وايي، چې:

تر چاپ لاندې د سل ميليارد افغانيو نوي بانكنوټونه به د اوسنيو بانكنوټونو په څير چاپ او د اړتيا په وخت كې بازار ته وړاندې شي.

د سل ميليارد افغانيو دا بانكنوټونه د يوه برتانوي شركت لخوا چاپيږي، چې شل ميليون دالر لگښت پرې راځي.

ښاغلي نورالله دلاوري څرگنده كړې، چې:

بازار ته د نويو بانكنوټونو له وړاندې كيدو سره به تر درې كلونو د بانكونوټونو د چاپ اړتيا نه وي.

په همدې حال كې د ولسمشر د كادري پرسونل رييس شجاع محمود وايي:

افغان ولسمشر هغه  قيمتي ډالۍ  ملي خزانې ته  وسپارلې، چې قطري چارواكو وركړې وي.

له دې وړاندې هم  افغان ولسمشر حامد كرزي ټولې هغه  قيمتي ډالۍ ملي حزانې ته سپارلي، چې د نورو هېوادونو چارواكو ده ته د ډالۍ په توگه وركړې دې.

Trending

Exit mobile version