سوداگري
د سمنتو د تولید په ۳ شرکتونو کې به ۴۶۲ میلیون دالره پانګونه وشي -چارواکي
د افغانستان چارواکو څرګنده کړې، چې د هېواد د سمنتو د تولید په ۳ شرکتونو کې به ۴۶۲ میلیون دالره پانګونه وکړي.
د هرات ولایت د سمنتو د تړون د لاسلیک پر مهال د دغه وزارت چارسمبالي ویلي، چې د سمنتو د تولید لپاره ټول اړین عناصر په افغانستان کې دننه شته. لکه کچ، چونه، توره خاوره او د ډبرو سکاره.
شهاب الدین دلاور زیاته کړې، چې اوسمهال د سمنتو پر واردولو سلګونه میلیون دالر لګښت راځي او د سمنتو د تولید د درې شرکتونو له فعالېدو وروسته به افغانستان نه یوازې خپلې اړتیاوې پوره کړي، بلکې نورو هېوادونو ته به یې هم صادر کړي.
ګلبهار ګروپ هم د هرات د سمنتو د تولید په برخه کې ۱۴۲ میلیون دالر پانګونه کوي، چې پېنځه زره کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په هېواد کې د پخوا په پرتله د پانګونې زمینه برابره شوې، امنیت تامین شوی، اداري فساد کم شوی او په هغو شیانو پانګونه کېږي، چې د هېواد د اقتصاد د بیا رغولو لپاره اړین دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي ويلي، چې د افغانستان د ډبرو سکرو یوازې یو کان ۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ کیلومتره پلنوالی لري، چې سپړل به یې د لسیزو لپاره د اقتصاد په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي.