تازه خبرونه
د سمنګان ولایت په مدرسه کې چاودنه په پراخه کچه وغندل شوه
د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار په الجهادي نومې مدرسه کې د چارشنبې خونړۍ چاودنې، چې له یو شمېر ماشومانو او تنکيو ځوانانو یې خوږ ژوند واخیست او یو شمېر نور یې ټپیان کړل؛ ملي او نړیوال غبرګونونه راوپارول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي: نن ماسپښین د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې چاودنه رامنځته شوې، چې له کبله یې شاوخوا ۱۰ زدکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست په یو لړ تویتونو کې دا برید وحشتناک بللی دی.
ویست څرګنده کړی: ټول افغان ماشومان حق لري، چې پرته له وېرې مدرسې ته ولاړ شي؛ امریکا د بې ګناه ملکي وګړیو پر وړاندې دا بې رحمانه بريد غندي.
د بښنې نړیوالې ټولنې دغه چاودنه خواشینوونکې نومولې او په یوه تویت کې یې زیاته کړې، چې دا نړۍ وریادوي، چې د افغانانو کړاوونه اوس هم پای ته ندي رسیدلي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغانستان د نړۍ پام غواړي او د دغه هېواد د خلکو د خوندیتوب لپاره باید کلکې هڅې وشي او د دغه ډول بزدلانه بریدونو مسوولین محاکمه شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم په خپل غبرګون کې څرګنده کړې، چې د دغې چاودنې له کبله سخت خواشیني شوي دي.
یونیسف زیاته کړې، چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې هم لږ تر لږه ۲۸۸ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي، چې په هغو کې پر ښوونځیو او تعلیمي چاپېریال بریدونه هم شامل دي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ داسې انګیرل کیږي، چې اصلي شمېر خورا لوړ دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، چې ماشومان باید هیڅکله د تاوتریخوالي هدف نه وي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هویتفیلد دغه چاودنه غندلې او خپله خواشیني داسې څرګندوي: د افغانستان په سمنګان ولایت کې پر یوه ښوونځي برید حشتناکه و؛ ځکه، چې بې ګناه خلک او زدکوونکي یې ووژل او ټپیان کړل. دا ظلمونه یوازې په افغانستان کې د بحرانونو ګڼه ګوڼه زیاتوي. زما فکر د قربانیانو کورنیو او د دوی عزیزانو ته ورګرزي.
جرمني هم د سمنګان په ښوونځي کې چاودنه غندلې او ویلي یې دي، چې ماشومان باید له وېرې او زیان پرته ښوونځي ته ولاړ شي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ مونږ د افغانستان په شمال ایبک ښار کې پر یوه ښوونځي د برید په اړه د ماشومانو او ځوانانو په ګډون د ګڼو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د راپورونو له کبله ټکان وخوړ. ماشومان باید پرته له وېرې او زیان ښوونځي ته ولاړ شي. زموږ فکرونه د هغو کسانو سره دي چې د خپلو عزیز پر وژل کېدو غمجن دي.
د سمنګان ولایت د اطلاعاتو فرهنګ رییس امدادالله مهاجر ويلي، د چارشنبې پر ورځ د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار ته څېرمه په جهاديه مدرسه کې د لمانځه پر مهال چاودنې ١٥ زدکوونکي وژلي او يو شمېر نور ټپيان دي.
دغه برید په کور دننه هم په پراخه کچه وغندل شو.
د اوسني حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سمنګان په دیني مدرسه کې چاودنه پر کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي، چې دا د ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف او د نه بخښلو وړ جنایت دی.
مولوي کبیر تویت کړی د افغانستان او اسلام دښمنانو په دې برید د قرآن او سنتو زدکوونکي زیانمن کړل او له اسلام سره یې خپله دښمني څرګنده کړه. زه ډاډ درکوم، چې د دغه جنایت عاملین به بې ځوابه پاتې نشي.
د کورنیو چارو وزارت هم چاودنه تائید کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور وايي:د سمنګان د مرکز ایبک په یوه دیني مدرسه کې چاودنې ۱۰ زدکوونکي وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې راپورونه ښيي، چې د تلفاتو شمېر له دې ډېر دی.
د سمنګان د ولایتي روغتون چارواکي وايي، د دغه ولایت په جهاديه مدرسه کې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۱۹ کسانو ته رسیدلی دی. د دغه روغتون رییس زیاتوي، د پېښې ۹ ټپيان، چې روغتیايي وضعیت نازک و د بلخ ولایت حوزوي روغتون لېږدول شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
په همدې حال کې اسلامي امارت وايي، چې د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړي او ډېر ژر به د دغې پېښې عاملین وپېژندل شي او مجازات به شي.