سیمه ییز خبرونه

د سناتورانو سخت غبرګونونه د حكومت د تازه ټاكنو پر وړاندې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشر حامد كرزي وروستۍ ټاكنې يو لړ غبرګونونه را وپارول. د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، ولسمشر حامد كرزي داسې كسان تازه په دندو ګمارلي، چې همدا اوس په بل پست كې برحاله دنده تر سره كوي، او دا ټاكنې د افغانستان د اساسي قانون خلاف دي.

لكه چې ښكاري د مشرانو جرګې ځينې غړي د ولسمشر حامد كرزي له تازه ټاكنو خوښ نه دي.

د مشرانو جرګی غړی بشیر عاصم وايي، چې حكومت په دې ټاكنو سره غواړي په واك كې پاتې شي.

ځينې نور سناتوران لکه محی الدین منصف او عبدالقیوم وايي، ولسمشر په ځينو ټاكنو كې د اساسي قانون خلاف عمل كړى، او يوه كس ته يي څو پسته سپارلي دي.

دوی زیاتوي، چې ولسي جرګه دې دا راز كسانو ته د رايې وركولو پر مهال له ډېر دقت څخه كار واخلي.

د سياسي چارو كارپوه وحيد مژده وايي، چې ولسمشر تر ډېره كار اهل كار ته نه دى سپارلى، او ډېرې ټاكنې يي تر خپلې سياسي كړۍ را لنډيږي، او نورو ته يي لږ وخت وركړى.

په دې وروستيو كې ولسمشر حامد كرزي ضرار احمد مقبل د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست، عارف نورزى د انرژى او اوبو د وزارت د سرپرست، اكبر باركزى د كانونو د وزارت د سرپرست، شاكر كارګر د سوداګرۍ وزارت د سرپرست او مبارز راشدي د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې د وزارت د سرپرست په توګه ټاكلي دي.

نوموړي همدا راز د ميدان وردګو پخوانى والي د لوګر لپاره او د هلمند پخوانى والى ګلاب منګل د ننګرهار لپاره د واليانو په توګه ټاكلي دي.

Trending

Exit mobile version