تازه خبرونه
د سوداګریزو شخړو د هواري مرکز پرانیستل شو
د سوداګرۍ او صنایعو خونې په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره دسوداګریزو شخړو د هواري مرکز پرانیستل شو.
د دې مرکز په جوړېدو یو اعشاریه اته میلیون ډالر لګیدلي دي.
د سوداګرۍ وزیر وایي، په دې مرکز کې به سوداګریزې شخړې ژر او په وخت سره حل او کارونه ښه تنظیم شي.
دا نوی پرانیستل شوی مرکز به وروسته له دې د سوداګریزو شخړو د حل محکمې چارې په مخ وړي، چې د سترې محکمې په چوکاټ کې فعالیت لري.
ویل کیږي چې مخکې به د سوداګرو شخړې په اووه څلویښت پړاونو کې د ۱۶ سوو ورځو په تېرېدو او د پانګوالو د شتمنۍ د پنځه ویشت سلنې برخې په مصرف سره حل کېدې، خو د دې مرکز په فعالېدو سره به دا کار چټک او په عین حال کې ساده شي.
د سوداګرۍ اوصنایعو وزیر همایون رسا:
” مونږ هڅه کوو چې له سوداګرو سره په همکاري کې په مخ ولاړشو. سوداګریز قوانین به له سره وارزول شي که بدلون ته اړتیا وه، نو د پروسې د لا آسانتیا لپاره به نور کار هم وشي.“
د حرکت ادارې رییس نسیم اکبر:
“ په دغه مرکز کي به قضیې په خپلواک، مسلکي او روڼ ډول وڅیړل شي، دا مرکز به د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره ښه رول ولوبوي.“
بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دې مرکز شتون اړین بولي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی:
” د سوداګریزو شخړو د هواري د مرکز فعالېدل یوه اساسي موضوع ده، د دې مرکز په فعالېدو سره به د سوداګرو ستونزې همدلته حل شي.“
ویل کیږي چې څلور اتیا کاله مخکې چې کله د سوداګرۍ او صنایعو خونه را منځته شوه، په هغه مهال د سوداګرو د ستونزو د حل یو مرکز هم په دې بنسټ کې پرانیستل شوی و، خو کورنیو جګړو د دې مرکز د فعالیت مخه ونیوله.
خبریال: اسلم حجاب