Connect with us

تازه خبرونه

د سوداګرۍ او صادراتو لپاره د آریانا ځانګړې الوتکه کابل ته راورسېده

د آریانا افغان هوايي شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه کارګو الوتکه به په هر پرواز کې د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه بار د لېږد وړتیا ولري او د دې الوتکې قرارداد د متحده عربي اماراتو له سرپلیکس قراردادي شرکت سره د شپږ میاشتو لپاره لاسلیک شوی دی.

خپور شوی

د

د آریانا افغان هوايي شرکت د وروستیو مهمو پرمختګونو په لړ کې د دغه شرکت بوینګ ۷۳۷–۳۰۰ ډول یوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي نهه‌ویشتمه ) د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده، چې د کابل– دهلي د سوداګریزو او صادراتي توکو د لېږد لپاره ځانګړې شوې ده.

د آریانا افغان هوايي شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه کارګو الوتکه به په هر پرواز کې د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه بار د لېږد وړتیا ولري او د دې الوتکې قرارداد د متحده عربي اماراتو له سرپلیکس قراردادي شرکت سره د شپږ میاشتو لپاره لاسلیک شوی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي؛ دا اقدام د هېواد د ملي سوداګرو پر وړاندې د آریانا د ژمنو یوه برخه ده، چې د هوايي ټرانسپورټي خدمتونو د پراختیا لپاره ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د کارګو د پراختیا، د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټي وړتیا د لوړولو هڅې به روانې وي.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ دغه کارګو الوتکه به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د صادراتو د بهیر چټکتیا او د سوداګرو د ټرانسپورټي ستونزو کمولو کې مهم رول ولوبوي.

آریانا افغان هوايي شرکت زیاته کړې؛ د دې کارګو الوتکې له فعالېدو سره به ملي سوداګر وکولی شي خپل سوداګریز توکي پخپل وخت، خوندي، منظم، چټک او پر ټیټه بیه نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.

ویل کیږي، چې دا شرکت د هوايي کارګو په برخه کې معیاري، باوري او سیالو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې افغانستان د سیمې یو مهم سوداګریز او ټرانزیټي مرکز شي.

تازه خبرونه

د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ او هلمند ۹ ملکي وګړي «شهیدان» شوي – ذبیح مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، چې تېره شپه د پاکستاني الوتکو د هوايي بریدونو له کبله د کونړ او هلمند په اړوند  سیمو کې د ښځو او ماشومانو پر ګډون ۹ ملکي وګړي« شهیدان» شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان نور ټپیان شوي او درې استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« مونږ دا عمل غندو او د ټولو منل شویو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بولو.»

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د افغانانو د السیلیه کمپ د تړل کېدو بهیر ۹ میاشتې وځنډول شو

د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هم‌مهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ادارې په قطر کې د «السیلیه» کمپ د تړل کېدو بهیر د نهه میاشتو لپاره ځنډولی دی. په دې کمپ کې له زر ډېر افغانان، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال همکاري کړې؛ مېشت دي.

د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هم‌مهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.

په کمپ کې ټولټال ۱۰۳۹ افغانان مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال د ژباړونکو او په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د کمپ د فعالیت د غځولو په اړه سمدستي څرګندونې نه‌دي کړي؛ خو څرګندوي: د داسې حللارې د موندلو هڅه کوي، چې د کمپ د اوسېدونکو امنیت خوندي شي او هغوی وکولی شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.

Published

on

د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي: د هغو افغانانو د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې په بهیر کې، چې د «متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام له لارې امریکا ته تللي؛ په سلو کې ۴۰ تېروتنې شوې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.

د امریکا کورني امنیت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د« متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام د جو بایډن په حکومت کې رامنځته شو او په ۲۰۲۳ز.کال کې له یوې حقوقي دعوې وروسته؛ د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې د دغه پروګرام ۹۰ سلنه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په ۱۵۰ ورځو کې وڅېړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین د دې پروګرام د پلي کېدا پر څرنګوالي نیوکه کړې او څرګندوي:« که ان یو خطرناک مجرم یا ترهګر هم زمونږ هېواد ته داخل شي، د ګڼ‌شمېر امریکایانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.»

دغه وزارت په امریکا کې د څو افغان وګړو نیول کېدا ته هم نغوته کړې او وایي؛ ځینې هغه کسان، چې د دغه پروګرام له لارې امریکا ته تللي وه، وروسته د جنایي جرمونو یا ملي امنیت اړوند تورونو په تړاو نیول شوي دي.

له دې سره د امریکا د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر په پخوانیو راپورونو کې هم له افغانستان څخه د لېږدول شویو کسانو په اړه د منفي معلوماتو د پېژندلو او ارزونې په بهیر کې له نیمګړتیاوو خبر ورکړ شوی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!