تازه خبرونه

د سوداګرۍ او صادراتو لپاره د آریانا ځانګړې الوتکه کابل ته راورسېده

د آریانا افغان هوايي شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه کارګو الوتکه به په هر پرواز کې د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه بار د لېږد وړتیا ولري او د دې الوتکې قرارداد د متحده عربي اماراتو له سرپلیکس قراردادي شرکت سره د شپږ میاشتو لپاره لاسلیک شوی دی.

Published

on

د آریانا افغان هوايي شرکت د وروستیو مهمو پرمختګونو په لړ کې د دغه شرکت بوینګ ۷۳۷–۳۰۰ ډول یوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي نهه‌ویشتمه ) د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده، چې د کابل– دهلي د سوداګریزو او صادراتي توکو د لېږد لپاره ځانګړې شوې ده.

د آریانا افغان هوايي شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه کارګو الوتکه به په هر پرواز کې د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه بار د لېږد وړتیا ولري او د دې الوتکې قرارداد د متحده عربي اماراتو له سرپلیکس قراردادي شرکت سره د شپږ میاشتو لپاره لاسلیک شوی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي؛ دا اقدام د هېواد د ملي سوداګرو پر وړاندې د آریانا د ژمنو یوه برخه ده، چې د هوايي ټرانسپورټي خدمتونو د پراختیا لپاره ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د کارګو د پراختیا، د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټي وړتیا د لوړولو هڅې به روانې وي.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ دغه کارګو الوتکه به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د صادراتو د بهیر چټکتیا او د سوداګرو د ټرانسپورټي ستونزو کمولو کې مهم رول ولوبوي.

آریانا افغان هوايي شرکت زیاته کړې؛ د دې کارګو الوتکې له فعالېدو سره به ملي سوداګر وکولی شي خپل سوداګریز توکي پخپل وخت، خوندي، منظم، چټک او پر ټیټه بیه نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.

ویل کیږي، چې دا شرکت د هوايي کارګو په برخه کې معیاري، باوري او سیالو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې افغانستان د سیمې یو مهم سوداګریز او ټرانزیټي مرکز شي.

Trending

Exit mobile version