سوداگري

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ۷ میلیون ډالرو پر ارزښت د هوکړه‌لیکونو له لاسلیک خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۶, ۱۴۰۲)

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې نن (پنجشنبه د غويي ۱۶نېټه) د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له ۱۱ بنسټونو سره هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دغه وزارت چارسمبالي د اړوند بنسټونو له رییسانو سره په خپل کاري دفترونو کې وکتل.

په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د دغو بنسټونو له رییسانو څخه د هېواد په پرمختګ کې د هغو د هحو او رول له کبله مننه وکړه.

هغه زیاته کړې: د افغانستان اسلامي امارت د پانګوالو او بنسټونو د اسانتیاوو لپاره هر اړخیز پروګرامونه لري او ملاتړ ترې کوي.

همدا راز نورالدین عزیزي د اړوند ادارو له رییسانو وغوښتل؛ د هغو مهاجرینو، چې تازه هېواد ته راستانه شوي، روزنې او کارموندنې ته لومړیتوب ورکړي.

د غونډې په بهیرکې د یو شمېر بنسټونو استازو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هراړخیزو همکاریو مننه وکړه او وایي: ټول بنسټونه له دولت سره همکارۍ ته ژمن دي او د هېواد د سوکالۍ او هوساینې لپاره کار او هڅې کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د څرګندونو له مخې: دغه هوکړه‌لیکونه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د مهارتونو او مسلکي خدمتونو په اړه د څه باندې اووه میلیون ډالرو پر ارزښت له زیانمنو کورنیو سره د مرستې، له کوچنیو متشبثینو څخه د ملاتړ او اومه توکو ته د لاسرسي، د کوچنیو پانګونو او سوداګرۍ، د ټیلیفون له لارې د سوداګرۍ وده او پراختیا، د باثباته ژوند لپاره له زیان منونکو ځوانانو ملاتړ، د کوچنیو کچو دندو او سوداګریزو کاري فرصتونو له لارې د بې‌وزلو او اړو کورنیو ځواکمنتیا، ښځو ته لاسي‌صنایع او حرفوي پروګرامونو او ټغراوبدنې د ورکشاپونو پر جوړولو کوچنۍ سوداګرۍ ته د ودې او پراختیا ورکولو لپاره؛ لاسلیک شوي دي.

Trending

Exit mobile version