بی بی سی پښتو

د سوداګرۍ نړیوال سازمان مشري؛ جو بایډن د افریقایۍ وزیرې ملاتړ کړی

Published

on

د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن ادارې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د مشرۍ اړوند بندون او ترینګلتیا پای ته رسولې او په نایجېریا کې یې د مالیې پخوانۍ وزیره نګوزي اوکونجو ایویالا “ټینګ ملاتړ” کړی دی.

نګوزي اوکونجو ایویالا د سوداګرۍ نړیوال سازمان لومړنۍ نومانده مشره ده.

په تېره اکتوبر میاشت کې د ډونلډ ټرمپ ادارې ویلي وو، غواړي دې مقام ته د سوېلي کوریا د سوداګرۍ وزیره یو میونګ هي نومانده شي، خو اوس نوموړې له نوماندۍ لاس پر سر شوې ده.

ډاکټره اوکونجو ایویالا به هغه لومړنۍ افریقایۍ مېرمن وي چې ددغه بنسټ مشري به کوي.

د جمعې په ورځ هغې وویل: “د دغه سازمان د راتلونکو لاسته راوړنو لپاره حیاتي کار پکار دی”.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د نوماندۍ کمېټې په تېره اکتوبر میاشت کې خپلو ۱۶۴ غړو ته د اوکونجو ایویالا د غوره کولو سپارښتنه کړې وه.

مخکې په دې مقام رابرټو ازیویډو و، چې هغه مهال یوه ویاند ویلي وو، “له یوه کس پرته” نورو ټولو پر دې ګومارنه هوکړه کړې ده.

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ – چې نړیوال سوداګریز سازمان یې “خطرناک” او د چین پلوی بللی و، غوښتل د سوېلي کوریا د سوداګرۍ وزیره یو میونګ هي ددې سازمان مشره شي.

Getty Images
یو میونګ هي د سوېلي کوریا د سوداګرۍ وزیره ده

د جمعې په ورځ د سوېلي کوریا د سوداګرۍ وزیرې وویل، له امریکا سره په “نژدې سلا مشوره” یې د سازمان له مشرۍ د لاس پر سر کېدو پرېکړه کړې ده.

دې وویل: “سوېلي کوریا به د سوداګرۍ نړیوال سازمان له راتلونکې مشرې سره له نژدې همکاري وکړي او ددغه سازمان د سمون چارو کې به ونډه واخلي”.

سپینې ماڼۍ د یو میونګ هي “قوي کمپاین” ستایلی دی.

په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې “امریکا به د سوداګرۍ نړیوال سازمان راتلونکي پړاو تګلوري کې همکارۍ ته چمتو وي”.

نګورزي اوکونجو ایویالا څوک ده؟

Getty Images
نګوزي اوکونجو ایویالا نایجېریا کې د مالیې د وزیرې په توګه نړیوال بانک کې خپله دنده پرېښې وه
  • په ۱۹۵۴ کال نایجېریا کې زیږېدلې
  • هاروارډ پوهنتون کې یې (۱۹۷۳-۷۶) زدکړې کړې او په ۱۹۸۱ کال یې د مسچوسټس د ټکنالوجۍ انسټېټیوټ کې دوکتورا کړې ده
  • نړیوال بانک کې یې ۲۵ کاله کار کړی او (۲۰۰۷-۱۱) کې د اداري مشرې دویم نمبر مقام ته ترفېع کړې ده
  • دوه ځله د نایجېریا د مالیې وزیره شوې (۲۰۰۳-۲۰۰۶ او ۲۰۱۱-۲۰۱۵) او دا لومړۍ مېرمن ده چې دې مقام ته رسېږي
  • په ۲۰۰۶ کال د لنډ وخت لپاره د بهرنیو چارو وزیره شوه
  • د ولسمشر محمد بوهاري له خوا د ۲۰۲۰ کال په جون کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان مشرۍ ته کاندیده شوه

Trending

Exit mobile version