تازه خبرونه
د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ د ملي سوداګرو یو ګډ پلاوي بنګلهدېش ته سفر وکړ
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ پر دوهاړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د آسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې او بحثونه ترسره شي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد پر مشرۍ د ملي سوداګرو ۵ کسیز پلاوي د بنګلهدېش هېواد ته رسمي سفر وکړ.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ پر دوهاړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د آسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې او بحثونه ترسره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د ګډو هوکړهلیکونو د لاسلیک پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وشي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ټینګار له مخې؛ دا ډول سفرونه به د هېواد د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړین او اغېزناک رول ولري.
ویل کیږي، چې د یاد سفر موخه د افغانستان د ملي سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د افغانستان د تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخول او د سیمې پر کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا بلل کېږي.