تازه خبرونه
د سوداګرۍ وزارت له ۲۲ بنسټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
(Last Updated On: کب ۱, ۱۴۰۲)
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې دېرشمه) د درې اعشاریه پېنځه میلیون ډالرو پر ارزښت له ۲۲ کورنیو بنسټونو سره د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ودې، پراختیا او همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د یادو هوکړه لیکونوموخه د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو پراختیا او هڅونه ده.
دغه وزارت زیاته کړې، چې ټاکل شوې دغه پروژې د ۱۴ ولایتونو په بېلابېلو سکتورونو کې پلې شي او ورسره به ۶۰۴۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.