سیمه ییز خبرونه
د سوداگرۍ نړيوال سازمان غړيتوب، افغان توليدات نه زيانمنوي
د سوداگرۍ وزارت وايي، چې:
د دغه سازمان غړيتوب به په هېواد كې د لويو بهرنيو پانگونو لامل شي.
د سوداگرۍ وزارت چارواكي وايي، چې افغان حكومت د دغه سازمان د غړيتوب د ترلاسه كولو لپاره د لوړ كرنيز تكس مسوده، چې له دې وړاندې يې په هېواد كې سارى نه درلود د دغه سازمان سكرتريت ته ليږلې ده.
افغانستان په ۲۰۰۳م كال كې په رسمي ډول د سوداگرۍ د نړيوال سازمان د غړيتوب د تر لاسه كولو په موخه خپل وړاندې د دغه سازمان سكرتريت ته وړاندې كړې و . يو كال ورسته افغانستان د دغه سازمان د څارونكې ډلې غړى شو، چې وكولى شي د دغه سازمان د غړيتوب لپاره نړيوال ميعارونه بشپړ كړي.
د سوداگرۍ وزارت تجارتي معين مزمل شینواری وايي، هيله ده، چې د ۲۰۱۳ م كال تر پايه به د سوداگرۍ د نړيوال سازمان غړيتوب تر لاسه شي.
نوموړى زياتوي، چې:
د دغه سازمان غړيتوب په هيڅ وجه افغان توليدات نه زيانمنوي، بلكې په هېواد كې به د لويو نړيوالو پانگونو لامل هم شي.
ويل كيږي، چې وسمهال ۱۵۹ هېوادونه د دغه سازمان غړيتوب لري او د افغانستان په گډون دېرش هېوادونه په تمه دي، چې د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه كړي.
د سوداگرۍ نړيوال سازمان په ۱۹۹۵م كال كې د نړيوالې سوداگرۍ د بهير د ښه كيدو لپاره را منځته شو، چې مركز يې په ژنيو كې دى.