سیمه ییز خبرونه
د سوریې د نوي حکومت چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني د یکشنبې پر ورځ( د جدې شپاړلسمه ) قطر ته د سفر پرمهال د دې هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د دوحې وکتل.
د سوریې د نوي حکومت لوړ پوړو چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا بندیزونه د خپل جنګ ځپلي هېواد د بیارغونې په لار کې یو خنډ وباله او یو ځل بیا یې له واشنګټن څخه وغوښتل، چې دغه بندیزونه لغو کړي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني د یکشنبې پر ورځ( د جدې شپاړلسمه ) قطر ته د سفر پرمهال د دې هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د دوحې وکتل.
شيباني له ناستې وروسته خبريالانو ته وويل: « بنديزونه [د امريکا لخوا] د سوريې د خلکو د چټک پرمختګ او ودې پر وړاندې يو خنډ دی، چې د نورو هېوادونو خدمتونو او ګډون ته پر تمه دي. »
هغه زیاته کړې: “مونږ یو ځل بیا له امریکا غواړو، چې دا بندیزونه لرې کړي؛ هغه بندیزونه، چې اوس د سوریې د خلکو پر وړاندې دي، نه هغه څه، چې مخکې ول: د بشارالاسد د رژیم پر وړاندې بندیزونه.”
د سوریې کورنۍ جګړه، چې په ۲۰۱۱ کال کې د بشار الاسد د حکومت پر ضد د دغه هېواد د خلکو له سولهییزو مظاهرو سره پیل شوه؛ تر اوسه له ۵۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي او شپږ میلیون بې ځایه شوي دي.
په پای کې وسلوال مخالفان وتوانیدل؛ په ۱۱ ورځنيو عملیاتو کې، چې په حیرانونکي بڼه له ادلب او حلب څخه پیل شول د لیندۍ پر اتلسمه دمشق ته ورسېدل او په سوریه کې یې د بشارالاسد د کورنۍ ۵۰ کلنه واکمني پای ته ورسوله.
د لیندۍ پر دېرشمه د امریکا لوړپوړو ډیپلوماټانو سوریې ته سفر وکړ او د تحریر الشام له قومندان احمد الشرع سره یې، چې په محمد جولاني مشهور و؛ وکتل.
امريکا له دې مخکې د هغو معلومات په بدل کې، چې د الشرع د نيولو لامل شي؛ تر ۱۰ ميليون ډالرو پورې جايزه اعلان کړې وه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې باربرا لیف دمشق ته د سفر پر مهال دغه جایزه لغو اعلان کړه.
د سوریې بهرنیو چارو وزیر دوحې ته په سفر کې بیا هم ټینګار وکړ، چې قطر به د دغه هېواد په نوي پېر کې د سوریې ملګری وي.
دا د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته د شیباني دوهیم رسمي سفر دی.
نوموړی مخکې له دې د سعودي عربستان له چارواکو سره د لیدو لپاره د مرغومي پر دولسمه ۱۲ د دغه هېواد پر لوري روان شو.
قطر ته په دې سفر کې له شیباني سره د دفاع وزیر مرهف ابو القصره او د سوریې د استخباراتو د ادارې مشر انس الخطاب هم ملګري دي.
د بشارالاسد لخوا د لاریونکوونکو له پراخه ځپلو او د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته؛ قطر له دمشق سره خپلې اړیکې پرې کړې او د مخالفانو ملاتړ یې پیل کړ.
بالاخره له دیارلس کلونو وروسته قطر په دمشق کې د لیندۍ پر شلمه خپل سفارت بیا پرانیست.
د قطر بهرنيو چارو وزير محمد الخليفي د مرغومي پر شپاړلسمه دغه هېواد ته د سوريې د لوړ پوړي پلاوي سفر ته په نغوته( اشاره ) کې وويل؛ شيباني په سوريه کې د نږدې راتلونکي لپاره د لارې یوه روښانه نقشه وړاندې کړه او په دې اړه يې د نوي حکومت لخوا په نږدې راتلونکي کې د ډاډمنو ګامونو پورته کول تشریح کړل.
الخلیفي ټینګار وکړ: مونږ د سوریې په چارو کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لپاره همکاري کوو.
له دې مخکې د مرغومي پر څلورمه د سوریې بهرنیو چارو وزیر ایران ته خبرداری ورکړی و، چې د سوریې د خلکو ارادې او حاکمیت ته درناوی وکړي او په دغه هېواد کې د ګډوډۍ له خپرولو ډډه وکړي.
سیمه ییز خبرونه
د امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
ګرجستان او آذربایجان ایران ته د الوتنو ځنډېدل تائید کړي دي.
ایراني هوايي شرکتونو د امریکا له لوري د هوايي چلند پر سکټور د نویو بندیزونو له لګېدا وروسته د چارشنبې پر ورځ ځینې نړیوالې الوتنې لغوه کړې دي.
ګرجستان او آذربایجان ایران ته د الوتنو ځنډېدل تائید کړي دي.
دغه راز په تهران کې یوه سیاحتي اداره وايي؛ بغداد، مسقط او قطر ته هم الوتنې درول شوې دي؛ خو چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته الوتنې اوس هم دوام
لري.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د دوشنبې پر ورځ د ایران پر هوايي چلند د نویو بندیزونو اعلان وکړ. نوموړي ادعا کړې، چې له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنې پورې د ایران نړیوالې الوتنې له دې بندیزونو اغېزمنې شوې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د ګډون لپاره تللی؛ د امریکا فشارونه رد کړي او څرګندوي، چې د بندیزونو او ګواښونو پر وړاندې به د ایران د خلکو مقاومت پیاوړی شي.
د الوتنو د څارنې معلومات ښيي، چې د ماهان ایر یوه الوتکه د چارشنبې پر ورځ له تهران څخه د چین ګوانګژو ښار ته رسېدلې او یوه بله الوتنه شانګهای ته هم په پام کې نیول شوې ده.
چین د امریکا نوي بندیزونه غندلي او غیرقانوني یې بللي دي.
له ایران څخه استانبول ته هم ځینې الوتنې دوام لري، خو یو شمېر نورې لغوه شوې دي.
په تهران کې یوې سیاحتي ادارې ویلي، چې د وضعیت د ناڅرګندوالي له مخې یې د الوتنو د لغوه کېدا د اندېښنې له کبله د ټکټونو پلور درولی دی.
ایراني هوايي شرکتونه اوس هم ترکیې، ارمنستان، نجف او دوبۍ ته ځینې الوتنې لري.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا رییس محسن رضايي ګاونډ هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د امریکا له اقداماتو سره همکاري ونهکړي. نوموړي ویلي، که کوم هېواد له امریکا سره همکاري وکړي، هوايي ډګرونه به یې له ایران سره د الوتنو توان له لاسه ورکړي.
دغه راز د ایران او عراق ترمنځ د الوتنو د احتمالي ځنډېدا له کبله اندېښنې زیاتې شوې دي؛ ځکه هر کال ګڼشمېر ایراني زیارت کوونکي عراق ته سفر کوي.
ایراني رسنیو ویلي، چارواکي بغداد ته د الوتنو د انتقال امکان نجف ته ارزوي.
په نجف کې سیاحتي ادارو هم ویلي، چې مسافر د الوتنو د احتمالي لغوه کېدا په اړه پوښتنې کوي او ځینې یې د ځمکني سفر لارې هم څېړي.
سیمه ییز خبرونه
ایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.
امریکا او ایران په نیویارک کې له څو میاشتو نښتو او جګړې د پای ته رسولو لپاره پر لومړي ځل د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې پر لوړه کچه خبرې وکړې.
دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.
تر اوسه په خبرو کې له کومې ځانګړې پایلې خبر نهدی ورکړ شوی؛ خو ویټکوف له ناستې وروسته ویلي، خبرې« رغنده او هیلهبښونکې» وې او منځګړي به خپلې هڅې روانې وساتي.
ایراني چارواکو ویلي، عراقچي په دې خبرو کې د تهران شرطونه وړاندې کړي، چې ایران یې« د امریکا تېري کوونکي اقدامات» بولي. یعنې د ایران پر بېړۍ چلونې او شتمنیو د اغېز کوونکو اقداماتو لغوه کول.
دا خبرې یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال خبرداری ورکړي؛ که هوکړې ته ونهرسېږي واشنګټن کولی شي ایران« له منځه یوسي».
ترمپ دا درېساعته خبرې« ډېرې رغنده» وبللې؛ خو ویټکوف څرګنده کړې، چې د امریکا او ایران استازو په مستقیم او مخامخ ډول خبرې نهدي کړي، بلکې منځګړو د دواړو پلاوو ترمنځ تګ راتګ کړی او پیغامونه یې لېږدولي دي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ تازه اړیکې له هغو څو میاشتو نښتو وروسته رامنځته شوې، چې ایران، اسرائیل او امریکا په کې ښکېل ول؛ دغو نښتو د هرمزتنګي پر بېړۍ چلونې هم اغېز کړی دی.
هرمزتنګی په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه دی او له دې لارې د بېړیو په تګ راتګ کې ګډوډي د نړۍ د تېلو پر بازارونو هم اغېز کړی دی.
ایران ویلي: که د امریکا پوځي او اقتصادي فشارونه کم شي، چې د بحري کلابندۍ لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول هم په کې دي؛ د دغه سټراټېژیکې اوبلارې د بېرته پرانیستلو امکان شته.
سره له دې، چې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پیل شوې دي؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ اساسي اختلافونه هم پخپل ځای دي؛ په دغو اختلافونو کې د جګړې، د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو، په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې او په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو موضوعات شامل دي.
ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چارشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي او تمه ده، چې په نیویارک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې روانې وساتل شي.
سیمه ییز خبرونه
ایران دې د حوثیانو وسلوال ملاتړ ودروي – د اووه هېوادونو ډله
د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د یمني حوثیانو بریدونه او په سمندري لارو کې پر ملکي بېړیو بریدونه غندلي دي.
د اووه هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو له ایران څخه غوښتي، چې په یمن کې د حوثیانو ملاتړ او هغوی ته د وسلو ورکول ودروي؛ ځکه دا چاره کولی شي د کړکېچ د زیاتېدا، د نړیوالې سوداګرۍ د ګډوډېدا او په سیمه کې د ډېرې بېثباتۍ خطر زیات کړي.
د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د یمني حوثیانو بریدونه او په سمندري لارو کې پر ملکي بېړیو بریدونه غندلي دي.
په خبرپاڼه کې له حوثیانو غوښتل شوي، چې د ملکي بېړیو پر وړاندې ټول پوځي اقدامات او ګواښونه سمدستي ودروي او پر ښه نیت سیاسي بهیر ته بېرته راوګرځي.
دغه خبرپاڼه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې خپره شوې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تحول5 days agoتحول: پر افغانستان د منځني ختیځ د جګړې اغېزې
