تازه خبرونه

د سوریې په شمال کې اسلامي دولت د کردانو ۱۶ کلي نیولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د تر لاسه شویو گزارشونو له مخې د سوریې په شمال کې د داعش جنگیالیو د کردانو څو نوري سیمې هم نیولي دي.

د کردانو د یوې ډلې قومندان اوجلان ایسو رویترز خبري سرچینې ته ویلي:

د اسلامي دولت جنگیالیو د ترکیې پولې ته نږدې په عین العرب سیمه کې ۱۶ نور کلي نیولي، چې پر تانک سربېره یې  په نښته کې درندې وسلې هم کارولي دي.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې غړی رامي عبدالرحمن منلې، چې  د اسلامي دولت اورپکو پر چټک برید دا سیمې تر خپلې څارنې لاندې راوستې دي.

د سوریې د فعالانو په وینا؛ تېره ورځ د سوریې حکومتي چورلکو د عین العرب په لویدیځ کې د اسلامي دوت اورپکي بمبارد کړی، چې په کې دولس تنه وژل شوي او لسگونه نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version