نړۍ
د سوریې په کمپونو کې له میندو څخه د ماشومانو پر بېلولو رسمي نیوکه وشوه
د ملګرو ملتونو له ملاتړه د بشري حقونو برخمنې یوې مدافع ويلي: په سلګونه هلکان، چې ځینې یې ۱۱ کلن دي د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکا تر ملاتړ لاندې کردي ځواکونو له خپلو میندو بېل ساتلي، خو دا کار سم؛ ځکه نهدی، چې کوم امنیتي ګواښ ترې نهدی رامنځته شوی.
د ملګرو ملتونو خپلواکه راپور ورکوونکې فنوالا نیولان د جمعې پر ورځ په الهول کمپ کې د بشري حقونو د ساتنې او له تروریزم سره په مبارزه کې، د خپلسري ډلهییز توقیف د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې هغې په روانه اوونۍ کې اړوند سیمې ته په سفر کې ولیدل.
له کلونو راپدیخوا د بشري حقونو مدافعین له بهرنیو هېوادونو ( اروپا، شمالي آفریقا او نورو) څخه غواړي، چې خپل وګړي د داعش د کورنیو غړیو له کمپونو څخه بېرته راستانه کړي. په ځانګړي توګه هغه ماشومان، چې د دې ډلې لخوا په ترسره شويو جرمونو کې ښکېل نهدي.
دا ډله ۱۲ کاله مخکې په یوه پاڅون کې، چې بیا پر کورنۍ جګړه بدله شوه او سلګونه کسان ترې ووژل شول؛ واک ته ورسېده. دوی په یو وخت کې د سوریې او عراق پراخې سیمې تر څارنې لاندې راوستې؛ خو کردي ځواکونو، چې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف له ملاتړه برخمن ول او همدارنګه یې د عراق او سوریې د حکومتي ځواکونو پر ملاتړ تر ۲۰۱۹ کاله دغه سیمې بېرته ونیولې.
نیولان ویلي؛ زمونږ د اړوند کارپوهانو د ډلې د محاسبې له مخې؛ له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا څه نا څه ۷۰۰۰ کسان د نږدې ۳۶ هېوادونو له لوري بېرته ستانه شوي، چې درې پر څلورمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.
په لسګونه زره نور له زندانونو خوشې شوي؛ پرته له دې، چې د وتلو کومه نښه وي. پاتې شوه دا، چې دوی هغو هېوادونو ته سفر کړی وي، چې دوی یا کورنۍ یې ترې راوتلي دي.
له دې وېرې، چې له الهول کمپ څخه به د یاغیانو نوی نسل راڅرګند شي؛ نو د کرد چارواکو، چې پر ختیځې او شمالي سوریه واکمن دي، د وړتیا بښلو یو پروګرام یې پیل کړ، چې هدف یې له افراطیته د ماشومانو ژغورل او له کورنیو بېلول دي.
نیولان ویلي، چې د الهول په کمپ کې وضعیت خراب دی او له ۴۹۰۰۰ ډېر خلک په کې ژوند کوي.
هغې امنیت او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي او په کمپونو کې د اوبو کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې تودوخه یې د سانتي ګراد ۵۰ درجې ته رسیږي او سرپناوې یې هم د خیمو بڼه لري.
نیولان زیاته کړې: دوهیمه مسله، چې زه غواړم په ګوته کړم هغه له مناسب بخیره پرته له میندو د سلګونه تنکيو هلکانو د بېلولو بهیر دی. دا هغه څه دي، چې زه یې د یوه ناثابت امنیتي خطر پر بنسټ رالنډوم، چې هلکان به ورسره د ځوانۍ په عمر کې مخ کیږي.
هغې د ډېریو هلکانو اضطراب ته هم په نغوته کې ویلي: هرې ښځې راته ویل؛ دا د ماشوم تښتونه ده، چې بشپړ اضطراب، ځورېدنه او خورا رواني زیان یې رامنځته کړی دی.
نیولان ویلي؛ د دې هلکانو نیول کیدای شي پخپله د نړیوال قانون لاندې د ورکیدو یو عمل وي، چې د بشري حقونو له ډېریو مکلفیتونو سره په مستقیم ټکر کې دي.
نړۍ
ټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
شي جینپینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لییوان هرکلی وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې پر رسمي او زړهراکښونکو پوځي مراسمو کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ هرکلی وکړ. د دواړو هېوادونو مشران به په درېورځنۍ ناستې کې پر سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نورو مهمو اختلافلرونکو موضوعاتو خبرې پیل کړي.
شي جینپینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لییوان هرکلی وکړ.
د چین له ولسمشره پر سره غالۍ، پوځي تشریفاتي ګارډ، پوځي ډلې او د امریکا د بي-۱ دوه بمغورځوونکو الوتکو پر الوتنه هرکلی وشو. دا له ۱۹۶۲ز.کال راپدېخوا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو ولسمشر په دې اډه کې له یوه بهرني مشر څخه په خپله هرکلی کوي.
دا له ۲۰۱۵ز. کال راپدېخوا واشنګټن ته د شي جینپینګ لومړی سفر دی او په داسې مهال ترسره کیږي، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د سوداګرۍ ترمنځ نازک اوربند وساتي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ واشنګټن او بیجینګ هوکړه کړې، چې اوسنی سوداګریز اوربند تر جنوري وغځوي. ټاکل شوې وه، چې دغه هوکړه د نومبر پر لسمه پای ته ورسیږي.
د هوکړې له مخې، امریکا پر ځینو چینايي توکو تعرفې راکمې کړي او چین هم د نادرو منرالونو پر صادراتو محدودیتونه کم کړي دي.
بسنټ ویلي، د چین د لومړي وزیر له مرستیال هه لیفینګ سره په خبرو کې د پراخې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کولو امکان هم څېړل شوی دی.
شي جینپینګ په یوه خبرپاڼه کې، چې د چین دولتي خبري آژانس شینهوا خپره کړې ویلي، چې امریکا او چین باید« ملګري وي، نه سیالان».
هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو همکاري د نړۍ پر ګټه تمامېدی شي.
تمه ده، چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ او تعرفو، نادرو منرالونو، د کرنیزو محصولاتو صادراتو، مصنوعي ځیرکتیا، تایوان او له ایران سره د روانې شخړې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي.
ترمپ به له چین څخه د امریکايي کرنیزو محصولاتو د پېرلو د زیاتولو، د چین نادرو منرالونو ته د ډېر لاسرسي او پر امریکايي توکو د چین د تعرفو د کمولو غوښتنه وکړي.
د تایوان موضوع به هم د دواړو مشرانو په خبرو کې وړاندې شي. بیجینګ دې ټاپو ته د امریکا د وسلو له پلور سره مخالفت کوي.
شي جینپینګ په دې سفر کې د چین د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو، د کمونېست ګوند د سیاسي دفتر د دایمي کمیټې غړي کای چي، د لومړي وزیر مرستیال هه لیفینګ او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په ګډون ملګری دی.
تمه ده، چې د چین ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ د سپینه ماڼۍ په رسمي ماښامنۍ کې ګډون وکړي او د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت یو شمېر مشران به هم په دې مېلمستیا کې ګډون ولري.
دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ډېر نفوذ ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي او هممهاله د دې ټکنالوژۍ د تنظیم او احتمالي خطرونو په اړه هم خبرې کوي.
ټاکل شوې، چې د شي جینپینګ سفر د جمعې پر ورځ پای ته ورسیږي.
نړۍ
یا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ
د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سېشنبه د ملګرو ملتونو په یواتیاومه عمومي غونډه کې د واشنګټن له پالیسۍ دفاع وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران د سولې هوکړې ته ونهرسېږي، امریکا کولی شي د ایران اسلامي جمهوریت« له منځه یوسي».
ټرمپ ویلي، د امریکا پوځي اقداماتو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی او اوس تهران باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
هغه وایي:« یوه ستره پرېکړه زما مخې ته ده؛ آیا له ایران سره به داسې هوکړه وشي، چې دې هېواد ته د بیا رغېدا او ډېر پیاوړي هېواد د جوړېدا اجازه ورکړي؛ که اسلامي جمهوریت له منځه یوسم؟!»
د امریکا ولسمشر له نړۍ هم وغوښتل، چې له واشنګټن سره د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره همکاري وکړي، چې تهران خبرو او هوکړې ته اړ شي.
ټرمپ وړاندویېنه کړې، چې د نومبر پر درېیمه د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته به یې حکومت له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدا لپاره هڅې وکړي.
دغه راز هغه ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونهرسېږي؛ نورې لارې به هم پر مېز وي.
ټرمپ په ملګرو ملتونو کې له وینا وروسته هم د ایران په اړه د درېساعته ناستې خبر ورکړ او هغه یې «ډېره ښه» وبلله؛ خو بیا یې وروسته څرګنده کړه، چې د امریکا استازو، سټیو ویټکاف او جیرډ کوشنر، له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه نهده کړې، بلکې د ایراني لوري له منځګړو سره یې خبرې کړې دي.
راپورونه ښيي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
ایراني چارواکو هم د هرمزتنګي د احتمالي پرانیستلو او د خبرو د دوام په اړه خپل دریځونه څرګند کړي دي.
د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.
ټرمپ د خپلې وینا په بله برخه کې د ونزویلا، کیوبا او د اوکراین جګړې په اړه د خپل حکومت له بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړه او څرګندوي، چې امریکا به په لویدیځه نیمهکره کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره نور ګامونه واخلي.
هغه پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او د امریکايي ځواکونو په اړه په چارو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لاسوهنې پر وړاندې یې د واشنګټن پر مخالفت ټینګار وکړ.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ له بهره هم یو شمېر اعتراض کوونکو د ایران د حکومت پر ضد لاریون وکړ او په دغه هېواد کې یې د ولسواکۍ غوښتنه وکړه.
نړۍ
د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
دغه راز سيانان، اماسناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا ایبيسي، سيبياس، سيانان، فاکس او انبيسي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.
دغه راز سيانان، اماسناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.
د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.
ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.
په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.
ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
