تازه خبرونه
د سولې حکومتي پلاوي د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې له مشر سره ولیدل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت څرګنده کړې؛ د افغانستان د سولې خپلمنځي خبرو حکومتي پلاوي یو شمېر غړیو نن چهارشنبه ( د تلې ۹) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې له مشر سره وکتل.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې: د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې مشر احمد الریسوني افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د سولې خپلمنځیو خبرو ته په نغوته او اشاره کې ویلي؛ مونږ غواړو، چې افغانستان د نړۍ او اسلامي هېوادونو په کچه د یوې غوره بېلګې په توګه وګورو.
له افغان پلاوي سره په خبرو کې نوموړي هر ډول همکارۍ ته چمتووالی وښود او زیاته یې کړه، چې د اسلامي علماوو نړيواله ټولنه پخپل ټول وس له روانو خپلمنځي خبرو ملاتړ کوي.
د افغانستان د حکومتي پلاوي غړیو د سولې خبرو پر روان بهیر رڼا واچوله او د افغانستان روان وضعیت یې د یادې ټولنې مشرانو ته څرګند کړ.
افغان پلاوي د اسلامي علماوو له نړيوالې ټولنې وغوښتل؛ له خپل دریځ څخه پر ګټه پورته کولو دې د افغانستان د سولې له مذاکراتو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي، چې ژر تر ژره اوربند وشي، افغان وژنه بنده او په افغانستان کې د وینې توییدو مخه ونیول شي.
د یادې ټولنې د دارالانشاء مشر علي محي الدین له افغانستان او افغانانو څخه خپلې ۵۰ کلنې پېژندنې ته په نغوته کې څرګنده کړه، چې افغانستان د امام اعظم ابوحنیفه ټاټوبی دی او دغه ټولنه په بشپړه توګه له روانو مذاکراتو ملاتړ کوي.
د اسلامي علماوو نړیواله ټولنه پر ۲۰۰۴ کال په قطر کې رامنځته شوې، چې اوسمهال د نړۍ په ۹۳ هېوادونو کې استازولۍ لري او د نړۍ په کچه ۲۵۰ اسلامي بنسټونه ورسره ثبت دي. دغه ټولنه د اسلامي نړۍ په کچه د مرجعیت حیثیت لري، چې د بېلابېلو هېوادونو مهم مسایل ورته وړاندې کېږي.