تازه خبرونه

د سولې خبرې د دواړو لوریو پر وړاندیزونو پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۰, ۱۳۹۹)

په دوحه کې د افغانستان د جمهوریت او د طالبانو د امارت د استازیو تخنیکي او کاري کمېټې د اجندا لپاره د دواړو لوریو پر وړاندیزونو سلا مشورې پیل کړې. په داسې حال کې، چې حکومتي پلاوی د اوربند او طالبان هغه د اسلامي نظام د جوړولو په اړه بحث کوي.

له دې سره همهاله د حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا مشرتابه کمېټې د خبرو دوه یم پړاو لپاره کړنلاره تصویب کړې. د کړنلارې له مخې؛ د خبرو اترو ډله د خبرو اترو پر اجنډا د بحث کولو واک واک لري؛ خو که دوی پرېکړې کولو ته اړتیا ولري؛ بیا، نو دوی کولی شي د شورا له مشرتابه همکاري وغواړي.

د افغانستان د جمهوریت پلوي پلاوي د خبرو اترو د ډلې غړې شریفه زرمتۍ ویلي؛ د افغان حکومت د خبرو اترو د اجندا لومړۍ موضوع اوربند دی.

د ډاکټر عبدالله عبدالله سلاکار مجیب رحیمي ویلي: د هېواد د سیاسي مشرانو او د ملي پخلاینې عالی شورا د مشرتابه کمېټې غړیو د افغانستان د جمهوریت پلوي پلاوي پر استازیتوب د خبرو پر کړنلاره خپل اندونه تبادله کړل.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال عبدالله خنجاني ویلي: پر اوربند او د افغانستان د خلکو د اساسي ارزښتونو پر ساتلو ټینګار وشو.

د ملي پخلاینې عالي شورا سرچینې دا هم وايي، چې زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل وروستي سفر پرمهال د درې میاشتني اوربند وړاندیز هم کړی دی. داسې اوربند، چې په ښکاره د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي.

د ملي پخلاینې عالي شورا سلاکار سید اسحاق ګیلاني ویلي: که پر درې میاشتني اوربند هوکړه  وشي؛ نو د افغانانو لپاره لوی کار دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ویلي؛ نړیوال ډیالوګ د افغانستان د دولت د بهرني سیاست لومړیتوب دی، چې له سیمې او ګاونډ هېوادونو سره سیمه ییزه اجماع پیاوړې کول، اقتصادي اړیکې پراخول او په افغانستان کې سیاسي او امنیتي ثبات پیاوړي کول یې غوره برخې دي.

په قطر کې د سولې د دوه یم پړاو خبرې د روانې جګړې تر سیوري لاندې روانې دي؛ داسې یوه جګړه چې حکومت او د افغانستان ټول ملاتړي یې د سولې خبرو د پرمختګ په لاره کې خنډ ګڼي.

Trending

Exit mobile version