تازه خبرونه

د سولې خپلمنځي خبرې باید د بندو دروازو تر شا ونشي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۲, ۱۳۹۹)

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون په ډاګه کړې، چې د سولې خبرې باید د خبریالانو په حضور کې تر سره شي.

 په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د پیلیدو په درشل کې دي؛ خو د دغو خبرو رسنیز پوښښ د محدودولو هڅو د افغان خبریالانو او مدافع بنسټونو اندېښنې را پارولي دي.

ویل کیږي افغان خبریالان، چې د پوښښ لپاره قطر ته د تلو هوډ لري؛ دغه هېواد ویزه نه ورکوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي عین الدین بهادري ویلي، چې په قطر کې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د افغان خبریالانو ګډون باید اساسي شرط وي، چې وکولی شي د خبرو جزئیات خلکو ته وړاندې کړي.

دوی وايي، چې د خبریالانو له حضور پرته به دغه خبرې سختې پوښتنې را پورته کړي.

ویل کیږي، چې د افغان رسنیو هغو خبریالانو ته د قطر هېواد ویزه نه ورکوي؛ چې غواړي د سولې د خبرو د پوښښ لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي.

د خبریالانو د خونديتوب کمیتې مسوولین وايي، چې د سولې پرېکړې باید د تړلیو دروازو تر شاه ونشي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې اجرائيه مشر صدیق الله توحیدي هم په دې اندېښمن دي، چې ګواکي په قطر کې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې خبریالانو ته د ګډون او راپور ورکولو حق نه ورکول کیږي.

خبریالانو ویلي؛ افغان طالبانو او امریکايي پلاوي هم په قطر کې شاوخوا یو کال د تړلیو دروازو تر شا خبرې وکړې او خبریالانو په ډېره سختۍ له دغو غونډو معلومات تر لاسه کول.

عام افغانان هم په دې باور دي، چې باید د افغانانو له خپلمنځي خبرو څخه باخبره وساتل شي او پوه شي، چې د هېواد او خلکو برخلیک ټاکنه کوم پړاوونه وهي او پر کوم لوري روانیږي.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي؛ که څه هم له افغان دولت سره هوکړې ته رسیدلي، چې د خبرو او غونډو جزئیات به رسنیو ته وړاندې کبږي؛ خو حکومت تر اوسه څه نه وايي.

د سولې په برخه کې د دولت وزارت مسوولین د خبریالانو د سفر د ځنډیدو په اړه څه نه وايي؛ خو یو شمېر خبریالان دغه وزارت ته ورپېژندل شوي، چې د سولې د خبرو د لومړي پړاو د پوښښ لپاره به قطر ته ځي.

Trending

Exit mobile version