نړۍ
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ واده شوه
د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ پرون (سې شنبه، د لړم ۱۸) له یو لړ ټویټونو سره د خپل واده انځورونه خپاره کړل او څرګندوي؛ هغې او مېړه یې په برمنګهم کې د کورنۍ د غړیو په ګډون د نکاح لنډ مراسم تر سره کړل.
ملالې یوسفزۍ په یوه ټویټ کې لیکلي: نن زما په ژوند کې یوه ارزښتمنه ورځ ده. عصر (ملک) او ما واده وکړ.
هغې زیاته کړې: زمونږ لپاره دعا وکړئ. مونږ خوښ یوو، چې ګډ ژوند ولرو.
ملالۍ یوسفزۍ ۱۷ کلنه وه، چې په ۱۳۹۳ / ۲۰۱۴ کال کې د سولې نوبل جایزه وګټله.
د ښوونځي د مدیر لور ۱۱ کلنې درسین د بي بي سي په بلاګ کې ښوونځي ته د نجونو د تګ په اړه لیکلي: هغه مهال د پاکستان سوات سیمه د تحریک طالبان پاکستان تر ولکې لاندې وه او ملالۍ د دوی تر چتر لاندې د خپل ژوند او د نجونو د زدکړې په اړه لیکنې کولې.
ویل کیږي، چې هغه څلور کاله وروسته پر ۱۳۹۱ / ۲۰۱۲ کال د ټي ټي پي د وسلوالو پر ډزو وویشتل شوه؛ ۱۵ کلنه ملاله له دې بریده ژوندۍ پاتې شوه؛ خو سخته ټپي شوه او د درملنې لپاره د انګلستان برمنګهم ته ولېږدول شوه.
هغه له هغه وخت راپدیخوا له خپلې کورنۍ سره هلته اوسیږي.
نوموړې په اکسفورډ پوهنتون کې فلسفه، سیاست او اقتصاد لوستی او اوس هم د نجونو د زدکړې لپاره کار کوي.