تازه خبرونه
د سولې لپاره طالبانو یو ګام هم ندی پورته کړي – وحید عمر
د ولسمشرۍ د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د ادارې مشر نن ( د سلواغې ۱۱) یوې خبري ناستې ته د طالبانو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او وایي، چې د طالبانو لخوا داسې کوم ګام ندی پورته شوی، چې سولې ته د دوی اراده وښیي.
دی وایي، چې د څو سیاستوالو تر منځ به د معاملو پر بنسټ سوله تلپاتې نه وي.
هغه په دې اړه ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د سولې په بهیر کې قرباني ورکړو. په دې شرط، چې بهیر ډیموکراټیک او د افغانستان مشر د ټاکنو له لارې رامنځته شي.
نوموړی وایي؛ طالبان باید داسې طرحې مطرح نکړي، چې مخکې له دې په افغان تاریخ کې غندل شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغان حکومت په تېرو دوه کلونو کې د سولې د بهیر پر لوري شپږ څرګند ګامونه اخیستي؛ خو په وینا یې طالبانو یو کوچنی ګام هم ندی پورته کړی. د نویو شرایطو د وړاندې کولو بر ځای دې پخوانۍ ژمنې پلې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دواړه لوري پړتیا پر یو او بل اچوي خبرې یې ناندیزې کړي؛ طالبان د اشرف غني پر ځای د یوه بل کس واک ته رسېدل غواړي؛ خو اشرف غني لنډمهاله حکومت د وینو تویېدو پیلامه بولي او نه یې مني.
ولسمشر غني وایي: مونږ باید د ټاکنو پر نېټه هوکړه وکړو، چې د واک د لېږد مشروع لار ده، مونږ انتقالي دولتونه درلودل، چې د وینو توېیدنو سبب شول.
په همدې حال کې کارپوهان وایي چې د طالبانو او حکومت لخوا ځان لوړ حسابول به د سولې بهیر په مطلق ډول له ناکامي سره مخامخ کړي. طالبانو ویلي چې که غني له واک لرې شي، حاضر دي له نوې ادارې سره خبرې وکړي، خو ولسمشر غني وایي چې لنډمهاله اداره تباهي او وراني را منځته کوي.
کارپوهانو ویلي، چې د دواړو لوریو لخوا د سولې په بهیر کې ځان لوړ حسابول دې بهیر ته خطرناک دی او ښایي د بهیر د ناکامي سبب شي.
د کابینې پخوانی غړی علي احمد عثماني ویلي؛ ارګ نور باید متقاعد شي؛ لنډ مهاله حکومت له ښه یا بده مرغه رامنځاته کېدونکی دی. زما پر اند لنډ مهاله حکومت له ادغامي حکومته غوره دی او ښه والی هم لري،
د ولسمشر پخوانی سلاکار طارق فرهادي ویلي؛ په افغانستان کې د جګړې د د ښکېلو لوریو لپاره نړیواله پخلاینه اړینه ده. تر هغې، چې دواړه لوري له جګړې ځانغوښتنې تېر نشي؛ په افغانستان کې سوله ناشونې ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر ندي او د ملکي تلفاتو عواقب د همدوی پر غاړه دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: زمونږ بل اړخ تر دې دمه خبرو ته چمتو شوی ندی او د جګړې د زیانونو او تاوتریخوالي له رامنځته کیدو هم اوږه نشي ایستلی او هسې به د سولې بهیر وځنډوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هم په یوه ټویټ کې ویلي، چې لنډ مهال حکومت د افغانستان په چارو کې پردیو هېوادونو ته د دایمي لاسوهنو زمینه برابروي.
